حنيف اتمر دعطا نورپه ملاتړپه حکومت سختې نيوکې کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل):

د سولې او اعتدال ټاکنيز ټيم مشر حنيف اتمر وايي، حکومت دې بلخ کې امنيتي ځواکونه خپلو کې نه سره جنګوي. اتمر نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، حکومت د خپلو خلکو خلاف د قهريه قوې شرموونکی تاريخ لري او نور دې د سولې په فصل کې د جنګ نوی فصل نه پرانيزي. اتمر پر حکومت تور پورې کړ چې غواړي دی او دده ملګري حذف کړي، خو وايي، د حکومت وخت د جوزا پر لومړۍ نيټه پای ته رسيږي.

داپه داسې حال کې ده چې بلخ نن دعطا نوردملېشو،اوحکومتي ځواکونو دخپل منځي جګړې شاهد ؤ، رسنۍ وايي چې نوی امنيه قومندان ګډو ځواکونو ترامنيه قومندانۍ رسولی، خو لاهم دواړه خواوې يو بل ته په ماشه دي.اودننۍ جګړې دمرګ ژوبلې کره شماره تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close