حنیف اتمر: له طالبانو سره خبرې په ښه فضا کې روانې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۸)

د ولسمشر غني د ملي امنیت پخوانی سلاکار او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر وایي، د مسکو غونډه پر مثبت لوري روانه ده او دوی ترې ډیرې هیلې لري.

نوموړي خبریالانو ته وویل، په دغه غونډه کې کلیدي موضوعات مطرح شوي او مهم توافقات منځته راغلي چې تر راتلونکي یوه ساعت پورې به یې په اړوند یوه مشترکه اعلامیه خپره شي .
دغې غونډې ته ۷۰ تنه افغان سیاستوال ورغلي او د طالبانو له لس کسیز هیئت سره د افغانستان د راتلونکي په تړاو خبرې کوي

د غونډې مهم ګډونوال حامدکرزی، حنیف اتمر، محمد محقق، استاد عطا محمد نور، حکمت خلیل کرزی، ذبیح الله مجددي، سید حامد گیلاني، گلبدین حکمتیار، شهنواز تڼی، مولوی عبدالسلام ضعیف، وحید مژده ، زاخیلوال، او اسماعیل خان دي چې د طالب استازو سره یې پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې شوې دي.
ارګ په دغه ناسته سخت غبرګون ښوودلی او هغه یې د وخت ضیاع بللې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close