حکمتيار له طالبانو سره د خبرو په اړه امريکايانو ته څه مشوره ورکړې؟

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۶) حکمتيار نن په يوه خبري کنفرانس کې د ګوندونو د مشرانو سره د ناستې په اړه سپيناوی وکړ او د يوه خبريال د پوښتنې په ځواب کې چې امريکايانو له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره چمتووالی ښوودلی تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟

حکمتيار وويل، ما سره په دې اړه د امريکايانو څو پلاوو خبرې کړي، ما ورته ويلي چې طالبانو ته مې مشوره دا ده چې د بین الافغاني مذاکراتو لاره غوره کړي.

د حکمتيار په وينا، که طالبان ټينګار کوي چې په دې اړه له تاسو “امريکايانو” خبرې وکړي زه په دې کې څه مانع نه بولم ښايي چې له هغوی سره مذاکرات پيل کړۍ، وګورئ چې هغوی تاسو ته څه ويل غواړي.

حکمتيار وايي، امريکايانو ته مې دا هم وويل چې “ګمان نه کوم چې هغوی سره داسې کوم څه وي چې تاسې پورې مربوط وي او امريکايانو ته مې مشوره ورکړه چې طالبانو ته ووايئ: “له مونږ سره داسې موضوع یا مسله نه لرئ چې په مونږ پورې مربوط وي، تاسې خپل مشکلات له افغانانو سره حل کړئ، هغوی ته همدا سپارښتنه او توصيه وکړئ.”

حکمتيار د ټاکنو کمېسیون په خپلو چارو کې ناکام وباله ويې ويل د رايه ورکوونکو د ثبت نام په اړه د یاد کمېسيون له خوا اعلان شوې شمېرې دروغ دي او په ټول هېواد کې يواځې درې ميلونه او شپږسوه زره کسانو نوم ليکنه کړې ده.

د هغه په وينا، داسې انتخابات غواړي چې د بحران د هواري لامل شي نه د بحران د رامنځته کېدو زياته يې کړه د ګوندونو ناسته د حکومت د تخريب يا ننګولو لپاره نه بلکې “د شفاف او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو لپاره جوړه شوې وه”.

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار شاوخوا دوه کاله مخکې د ۱۳۹۵ م کال د تلې په مياشت کې له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات وکړل او کابل کې راڅرګند شو.

نوموړي له دې مخکې، په افغانستان کې پراته بهرني ځواکونه يرغلګر، دولتي عسکر يې ګوډاګيان بلل او په لومړيو کې يې د سولې په اړه يو شرط دا هم و چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه د وتلو مهالويش وټاکي دی به سوله وکړي.

خو له کله راهيسې چې کابل ته تللی نه يواځې دا چې د بهرنيانو د شتون او يا د هغوي د وتلو په اړه څه نه وايي بلکې ډير کرته د بهرنيانو له خوا د ملکي خلکو په وژل کېدو هم چوپه خوله وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close