حکمتیار: د جانکیري په توسط رامنځته شوی حکومت مو حزب نشي منحلولای

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۸)

وروسته تر هغه چې ولسمشر غني خبرداری ورکړ، که د ټاکنو په اړه د ګوندونو غوښتنې زیاتي شي، منحل به یې کړي، د حزب اسلامی د مشر ځوی حبیب الرحمان حکمتیار یې پر وړاندې توند غبرګون شوودلی او ولسمشر یې ننګولی .

حکمتیار وایي، “اشرف غني ته وایم چې نه روسان وتوانیدل، نه امریکا او نه د (۵۰) کلونو واکمنان چې په ارګ کې یې پاچاهي کوله ، ترڅو حزب اسلامي منحل کړي. “

ګلبدین حکمتیار، حبیب الرحمان حکمتیار

نوموړی زیاتوي، د حزب اسلامي له منځه وړل او انحلال به د حکومت لپاره خوب او خیال وی ځکه د ده په وینا چې
“اسلامي حزب په جعلي ټاکنو او د یوه خارجي وزیر په غوښتنه نده رامنځته شوی“
حبیب حکمتیار حکومت هم څنډلی او زیاته کړې یې ده چې “ تر ټولو لویه قانون ماتونه، د ناقانونه حکومت جوړونه ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر جان کیری په واسطه را منځته شوې، “

نوموړي اشرف غني ته په خطاب کې ویلي،  له هر څه نه وړاندې باید ستا حکومت منحل شي ترڅو، قانون پلی شي“

که څه هم هیلې دا وې چې د حکمتیار راتګ به د ارګ لپاره په سیاسي ډګر کې زیاته ګټه وکړي خو د اټکل خلاف،  د حزب اسلامي او حکومت تر منځ په دې وروستیو کې اختلافات زیات شوي او حزب د حکومت پر وړاندې د شمال له ټلوالې سره په ګډه اتحاد ته زړه ښه کړی.
په ورته وخت کې  حکومت او حزب دواړه له سختو داخلي اختلافاتو سره مخ دي، له حزب اسلامي څخه د ارغندیوال او محمدخان جلا کیدل او له حکومت څخه د اتمر ایستل هغه دوه زیانونه و، چې دواړو متحدینو په ګډه وګالل.

د یادونې وړ ده چې، ګلبدین حکمتیار تیر کال له حکومت سره د ځینو امتیازاتو په بدل کې یوځای شو، د نوموړي پلویانو ته څه اندازه ځمکه او د حزب اړوند بندیانو آزادیدل یې مهمې ژمنې وې، په داسې حال کې چې کابل ته د حکمتیار له راتګ نه دوه کاله تیریږي، خو لا هم د حزب اسلامي سلګونه بندیان له کوم برخلیک پرته د هیواد په زندانونو کې د بند شپې او ورځې تیروي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close