حکمتیار صیب بېرته خپل پخواني وخت ته ورگرځي!/ هېواد ریان

حزب اسلامي او د دغه گوند مشر گلبدین حکمتیار په معامله کولو کې پخوانی نوم لري. حزب اسلامي له جمعیت اسلامي، جنبش او وحدت اسلامي سره وخت ناوخت تړونونه کړي او ډېری وخت د حکمتیار په ناکامۍ په پای ته رسېدلي  او مقابل لوري گټه کړې ده.

د کابل د کورنیو جگړو پر مهال هم حزب اسلامي له بېلابېلو جنگي ډلو سره معاملې وکړې، خو په ټولو کې ناکام وو. کله چې طالبانو حضور وکړ، نو د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار ایران ته ولاړ او له هغه ځایه بېرته پاکستان ته راغی. حکمتیار تر اخیره پورې له طالبانو سره یو ځای نه شو او د شمال ټلوالې، سیاف او نورو په شان د طالبانو ضد لیکو کې پاتې شو.

د دې سربېره چې حکمتیار د طالبانو ضد لیکو کې پاتې شو، تبلیغات یې هم ورپسې پیل کړل. د امریکا د یرغل پرمهال حزب اسلامي مشر څو ځلې په خپلو مرکو کې وویل، چې د امریکایانو په حضور کې افغانستان ته نه ستنېږي او د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې به مبارزه وکړي. خو تېر کال حزب اسلامي ۹۰ درجې بدلون وکړ او حکمتیار په لغمان کې راښکاره شو.

د داعش له راپیدا کېدو سره حزب اسلامي او حکمتیار له دې ډلې ملاتړ اعلان کړ او خپلو جنگیالیو ته یې امر وکړ، چې د داعش په ننگه له طالبانو سره جگړه وکړي او د داعش په پیاوړي کولو کې دې حزبیان ورسره مرسته وکړي. خو اوس هماغه حکمتیار تېر منکر دی او داعش د امریکا پر ځای د ایران پروژه گڼي او د امریکا مازې یاده هم نه کوي.

حزب اسلامي ته حکومت او امریکا ډېرې ژمنې ورکړې وې، خو داسې ښکاري چې حکومت او امریکا له حزب سره یوه ژمنه هم عملي کړې نه ده. ځکه ډېری وخت حکمتیار د حکومت ضد څرگندونې کوي او په خبرو کې یې مایوسي له ورایه ښکاري. کېدای شي حکمتیار صیب ځان تېرایستل شوی گڼي، چې د حکومت په تشو ژمنو تېرایستل شو او په دارالامان کې نظر بند شو.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته یو کال او د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو ټاکنې روان کال کې ترسره کېږي، خو داسې ښکاري چې راتلونکې ټاکنې به رڼې او له درغلیو پاکې وي، ځکه یو کس نه‌شي کولی چې دوه ځلې رایه وکاروي، نو په همدې سبب حزب اسلامي مایوسي له اوسه پیل شوې ده. حزب اسلامي روانو ټاکنو کې له بېلابېلو ولایتونو څخه خپل نوماندان لري او څومره فکر چې کېږي، دومره رایې به ترلاسه نه شې کړای او کېدای شي په یو مخیز ډول ماتې وخوري. ډېری خلک له حزب اسلامي ښه خاطره نه لري.

د حزب اسلامي مشر روانه اوونۍ د شمال ټلوالې له مهمو غړیو سره ولیدل او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې پر یوه نوماند سلا شول. حکمتیار صیب بېرته هغو کسانو ته د پخلاینې لاسونه ورکړل، چې پوره لسیزې ـ لسیزې یې سره جگړه کړې وه؛ خو اوس خبره د گډو گټو ده او پخوانۍ دښمنې کړۍ نن بیا سره یو ځای کېږي او په ټاکنو کې په یوه نوماند سره سلا کېږي. تراوسه معلومه نه ده چې حکمتیار به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېږي او که‌نه. خو د گوند یو شمېر مهم اشخاص به یې حتماً ودرېږي. حزب اسلامي په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې قطب الدین هلال خپل نوماند اعلان کړی و، خو د نوموړي د ماتې وروسته حکمتیار ترې منکر شو او قطب الدین یې ازاد کس یاد کړ.

حکمتیار صیب په داسې یو ځای کېدنه کې پوره سابقه لري او د مبارزې له لومړي سره یې په داسې معاملو کې ډېر زیانونه هم لیدلي دي، خو دی هغه څوک دی چې له یوې سوړې بیا ـ بیا چېچل کېږي او عبرت ترې نه اخلي. حکمتیار صیب دې یوازې د خپل زړه نه مني او لږ دې د خپلو مشاورینو خبرو ته هم غږ ږدي، ځکه دی تل ناکام سیاستوال و/وي به.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close