حکمتیار: طالبانو له خليلزاد غوښتي چې بهرنيو ځواکونو وتلو ته زمينه برابره کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۲)

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، طالبانو د افغان سولې لپاره له امريکايي استازي خليلزاد سره په خبرو کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو شرط ايښی دی.

حکمتيار وايي، خليلزاد د طالبانو د يادې غوښتنې په ځواب کې ورته ويلي چې دوی (طالبان) دې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته داسې زمينه برابره کړي چې طالبان دې جګړه ودروي او بهرنيان به له هېواده ووځي.

د حکمتيار په وينا، د طالبانو او خليلزاد تر منځ پريکړه کوونکو خبرې نه دي شوي په خبره يې دا لومړنۍ خبرې وې خو هيله مندي له ځان سره لري.

حکمتيار ادعا کړې چې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره مستقيمې او غير مستقيمې اړيکې لري او هغوی د يوه (ښکاره زماني جدول) له مخې د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع يادوي خو په عين حال کې تيار نه دي چې افغان حکومت سره خبرې وکړي.

نږدې يوه مياشت مخکې د امريکايي استازي زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ په قطر کې د افغان سولې، او په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو د مهالويش پر ټاکلو خبرې وشوې چې د دواړو خواوو له لوري تاييد شوي دي.

په قطر کې د دواړو خواوو له ناستې وروسته د طالبانو يو لوړپوړی مشر ملابرادر چې په پاکستان کې له تيرو شاوخوا نهه کلونو راهيسې بندي و خوشې شوی او دغه راز له ګوناتنامو زندانه د طالبانو خوشې شوي پنځه مشران په قطر کې د سياسي دفتر غړي ټاکل شوي دي.

طالبانو په قطر کې له زلمي خليلزاد سره د خبرو د تاييد تر څنګ ويلي و چې “امریکا بایدافغانستان کې له تېرې اووه لس کلنې تاواني او اوږدې جګړې عبرت واخلي، داسلامي امارت مشروع غوښتنې ومني،بې ځایه ضد او سیاسي حماقت ته نور دوام ورنه کړي،کنه نور به یې هم ځاني تلفات ډیریږي او درنې اقتصادي څپېړې به خوري،خو پای به مجبورا د نورو استعمارګرو په شان له افغانستانه تښتي”.

طالبانو په خپلو اعلاميو کې په تکرار ويلي، چې د سولې اصلي خنډ په افغانستان کې بهرني ځواکونه دي او تر څو چې بهرني ځواکونه په هېواد کې وي دوی به هم خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close