حکمتیار: طالبان دې د بهرنیانو تر وتلو وړاندې جګړه ودروي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۲)

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې له حکومت سره هم په سختو چنو وهلو کې ښکیل دی، یو ځل بیا پر طالبانو ژغ کړی چې د سولې مذاکراتو ته دې له امریکا سربیره له افغان حکومت سره هم جوړجاړی وکړي.
نوموړی وایي، امریکایي استازي “زلمي خلیلزاد“ په واضحو ټکو طالبانو ته ویلي چې داسې شرایط باید برابر کړي چې د دوی شتون ته کومه اړتیا پاتې نه شي.
نوموړی دغه شرایط  د جګړې درول بولي او زیاتوي چې که طالبان جګړه بس کړي ،ښایي امریکایان له افغانستان څخه کډه بار کړي.
حکمتیار چې د همدې شرایطو پر مبنا یې له حکومت سره جوړجاړی کړی او لا یې هم ټولې غوښتنې نه دي منل شوې، اوس وایي چې له طالبانو سره  هم تماسونه لري او په خبره یې چې تر اوسه د امریکایانو او طالبانو لیدنو یواځې ابتدایي بڼه درلوده او هیڅ جدي خبرې نه دي شوې.
د حکمتیار په خبره “امریکایانو اوس د لوبې توپ د طالبانو په اختیار کې ورکړی او هر طرف ته چې غواړي لوبولی یې شي.
حکمتیار دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نوموړي په خپله هم په ورته شرایطو د سولې تړون لاسلیک کړ چې تر اوسه یې هیڅ کومه لاسته راوړنه نه ده درلودلې او حکومت ورسره شوي تړون ته تر ډیره  ژمنتیا هم نه ده ښکاره کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close