حکمتیار له خپلې ډلې  دارغندیوال او محمدخان په ګډون درۍ تنه لرې کړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)

د حزب اسلامي د حکمتیار ښاخ پر خپله رسمي اعلامیه کې ویلي چې درۍ تنه یې له ډیرو هڅو وروسته د حزب له قطاره ايستلي.
د حکمتیار ډلې ویلي؛ چې دې کسانو ته یې ویلي و، چې دحکمتیار تر چتر لاندې متحد شي او که جلاګوندونه هم جوړوي هم اعتراض پرې نه لري خو له لانجمنو کړیو دې لاس واخلي.
د حکمتیار ډلې په ټولو ذیدخلو لوریو غږ کړی چې عبدالهادي ارغنديوال، انجينير محمدخان او داکتر محمد انور د حزب اسلامي غړي نه دي او نه هم د حزب اسلامي په نامه د فعاليت او كوم امتياز ترلاسه كولو حق لري.
د حکمتیار ډلې ویلي چې دوی د دې اعضاو په حذف سره کمزوري شوي نه دي بلکه لا ځواکمن شوي.
دیادونې وړ ده چې ارغنديوال له وړاندې د اسلامي حزب په نامه ګوند درلود چې اوس هم د عدليې په وزارت کې هم راجستر ده او د شهادت تر نامه لاندې ځانګړې جریده یې اوس هم چاپ کیږي.
حکمتیار له حکومت سره تر روغې جوړې وروسته خورا هڅې وکړې چې خپل ګوند متحد او پر خپل نامه یې ثبت کړي خو ونه توانیده.
باید وویل شي چې څو میاشتې وړاندې انجینیر محمدخان د حکمتیار اړوند ټول کسان داجرايه ریاست له اړوند وزارتونو، ریاستونو او نورو ارګانونو څخه شړلي و.
د څارونکو په اند، د حکمتیار دا اعلان به دې ته لار هواره کړي چې نوموړی خپل ګوند په خپل نوم د عدليې په وزارت کې ثبت او راجستر کړي.
تر اوسه د ارغنديوال ګوند د حکمتیار د ډلې پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close