حکمتیار: متأسفانه حکومت د ټاکنو په برخه کې زمونږ وړاندیز ته اعتنا ونه کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ۶)

د حزب اسلامي مشر نن له خلکو سره په یوه غونډه کې پر دولتي چارواکونیوکه کړې چې مشورو او وړاندیزونو ته یې پام نه دی کړی او د ده په وینا چې حکومت غواړي احزاب له صحنې لرې وساتي.

نوموړي ویلي؛ “ کوښښ مو وکړ څو چارواکي دې ته قانع کړو چې انتخابات د احزابو له طرحې سره سم ترسره کړي، خو چا ورته پام ونه کړ“
نوموړی وایي، هدف یې داوو چې ټول افغانان د رایې ورکولو  په پروسه کې ونډه واخلي، او هیڅ افغان له خپل حق نه محروم نه کړل شي.
حکمتیار له همدې کبله پر حکومت تور لګوي چې ګواکې لاسپوڅی او بې صلاحیته دی او په خبره یې چې دا حکومت د حالاتو په کابو کولو کې پاتې راغلی او د مهمو بریکړو واک نه لري.
شنونکي وایي چې حکمتیار هڅه کوي د زرداد، ارغندیوال او نورو مهمو څیرو تر جلا کیدو وروسته د خپل حزب پخوانی اعتبار  وثابت وساتي چې له پراخو هڅو سربیره په کې تر ډیره پاتې راغلی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close