حکمت خليل کرزی: سفارتخانې او نورې څوکې دې د مصلحتونو له مخې نه وېشل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱)

د بهرنيو چارو وزارت پخوانی سياسي مرستيال حکمت خليل کرزی وايي، سفارتونه او د بهرنيو چارو وزارت نورې څوکۍ د سیاسي مصلحتونو له مخې وېشل کېږي چې دې کار سره په دغه وزارت کې نمګړتياوې زياتې شوي دي.

د کرزي په وينا، په هېواد کې د ټاکنو او يا نورو سياسي معاملو پر وخت د بهرنيو چارو وزارت پر څوکيو معاملې کېږي چې له کبله يې په دغه وزارت پورې مربوط سفارتونو کې زورواکي او غير مسلکي کسان ګمارل کېږي.

حکمت خليل کرزي نن د بهرنيو چارو وزارت څخه د مخه ښې مراسمو پر مهال چې حکومت دې د سياسي معاملو له مخې دغه څوکۍ نه وېشي ځکه چې دغه چارې بهرنی سياست کمزوری کړی او په دغه وزارت کې يې له وړ اشخاصو کار کول کمرنګه کړي دي.

حکمت خليل کرزی په ۲۰۱۵ کال کې د ولسمشر غني له خوا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ټاکل شوی و.

نوموړي شاوخوا يوه اوونۍ مخکې د دې لامله استعفا ورکړه چې په وينا يې: د ملي یووالي حکومت کې د نظرونو د ژور توپیر ورته کاري فضا ډېره محدوده کړې وه چې له کبله يې د ده پر کار کولو منفي اغېز کړی و.

د راپورونو له مخې، ادريس زمان د حکمت خليل پر ځای د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ټاکل شوی دی.

تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي چې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت کې مهمې دندې د شخصي پېژندګلو او قومپالنې له مخې وېشل کيږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close