حکومتونه دکفر سره دوام کولای سي مګر دظلم سره یې دوام ناشونی وي

قاري خالد

ولس مشر غني له ولسه دظلم دخاتمې، سرتاسري امنیت دخوندیتابه او تلپاتې سولې په شعار رایه واخیسته او دواک مسند یې اشغال کړ

دا چې واک ته رسیدل او ریاست یې قانوني بڼه لري او که نه؛ دا جلا بحث دی. دلته دغني په واکدارۍ کې دکیدونکو مظالمو او د ولس سره په غداریو غږیږو

 

تېرکال قندهارۍ شاعره “مینه انتظار” دقندهار د امنیه قومندان دظلم ښکار سوه او کیسه یې تر بشري حقوقو، اړونده ادارو او ارګه ورسیده مګر دقومندان رازق پر خلاف او دشځینه شاعرې په پلوۍ چا سپڼ هم ونکړ

په مینه انتظار دظلم ژرنده تم نسوه او څو ورځې وړاندې یې کشره خور، له ښوونځي ویستل سوې او بیا وژل سوې

مینه انتظار وایي چې دخور په قاتلانو کې یې یو قاتل دملي امنیت کارمند او نور یې دجنرال رازق پولیس دي

 

دهمدې وحشي جنرال رازق یو بل قومندان چې دکندهار دسرحدي لوا دواکنش مسؤل دی چې خلک یې ماما بولي

له آره دکندهار دارغنداب اڅکزی دی خو په بولدک، معروف، او ارغستان کې دجنرال رازق راسته لاس بلل کیږي.

په بولدک کي درازق شخصي بندیان ساتي، دهغه لپاره قتلونه کوي او دهغه دقاچاکو کاروبار مخته وړي!

جانان ماما په بولدک کي، اته میاشتې وړاندې خپل کور ته یو پۍ مخی هلک په زور راوستلی و

، په خپله خونه کې ورسره پروت و چې میرمن یې پر راغلې او نارې کړي یې دي

جانان ماما د توپنګچې سره سم پسي را منډه کړې او په غولي کې یې پنځه مرمۍ ویشتلې او شهیده کړې یې ده.

 

دا اته میاشتي کیږي ددغې معصومي شهیدې کورنۍ په کندهار کي هره دروازه وټکوله  خو نه دبشر حقوقو خپلواک؟ کمیسون،  نه د ښځو ریاست،  نه قضایي او عدلي اورګانونو ددغه کورنۍ ږغ واورېد، نه ئې عارضه قبلوي!

پولیس خو دوی په خپله دي، په ټول نظام کې دومره څوک نسته چې له دوی پوښتنه وکړي !

 

دقندهاري چنګیز رازق پر خلاف ددغې شهیدي کورنۍ وارثان آن دولایتي شوری له ریس خاکرېزوال او دجانان ماما د ورور عصمت افغان (عصمت دولایتي ساتونکو قومندان دی) له لورې دومره تهدید سول چې وطن یې پرېشود او پاکستان ته کډه سول

 

جنرال رازق دحامدکرزي دلاس نیالګی دی او تر دې دمه، اشرف غني دجنرال رازق په منفک کولو کې پاته راغلی

نه یې دظلم مخه نېولای سي او نه یې له واکه غورځولای سي

په شمال کې عطاءنور او دوستم، شمال میشته پښتانه له ژونده بېزاره کړي او په مختلفو پلمو یې شکنجه کوي، تهدیدوي یې، قتلوي یې او له سیمو یې کډه کولو ته اړ باسي

 

بېوسه غني په خپل دور حکومت کې نه دظلم مخه ونیوله، نه یې ظالم له واکه لرې کړ، نه یې دمظلوم پرسان وکړ او نه یې افغانانو ته سوله ورکړه

ویلی سو چې د استعمار پر اوږو راغلي واکداران د ولس پر اوږو بار تش کالبوتونه دي، نه یې کردار خپل وي نه ګفتار بلکې دپردیو نوکري کوي او خپل ولس ته مصائب زیاتوي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close