حکومتي سرچينه: د مخابراتو وزير عبدالرزاق ايرانيانو ته پټ او محرم مالومات ورکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۰) الماس خدرخېل

څو ورځې وړاندې د هېواد د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر د فساد په تور له خپلي دندې وشړل شو.

همغه مهال ويل کېدل، چې نوموړی په لويه کچه په مالي او اداري فساد کې ښکېل و.

په تازه څرګندونو کې يوې حکومتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې ولسمشر په دې خاطر د نوموړي دنده وځنډوله چې هغه ته مالومه شوه چې نوموړي ایرانيانو ته پټ او محرم مالومات ورکړي دي.

د خبر پر بنسټ په نوموړي باندې تور دی، چې د تيلفون له کارتونو څخه چې حکومت کومه لس فيصده ماليه ټولوي ډېره برخه يې د ده خپل شخصي اکاونټ ته لېږلې ده، حکومت دمګړۍ د نوموړي د اداري او مالي فساد په اړه څېړنه کوي.

عبدالرزاق وحيدي یو له هغو اوه وزیرانو څخه دی، چې د ولسي جرګې له لوري د روان کال د لړم میاشتي په ۲۵ د ولسي جرګې له لوري د انکشافي بودیجې نه لګولو په تور سلب اعتماد شوی وو، خو د ګډحکومت په غوښتنه یې لا هم خپلې دندي ته د نورو وزیرانو په څېر ادامه ورکړې وه.

وحيدي په ایران کې زده کړې کړې او کورنۍ یې په ایران کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پوهنۍ وزیر اسدالله بلخي هم د وزارت  له یوې پروژې څخه په زرګونو ډالر وهلي او په تازه نشر شوي غږیز کلیپ کې څرګنديږي، چې له نوموړي سره په دې برخه کې څلور کسه نور هم شریک دی.

که څه هم تازه د افغانستان لوی څارنوالي وايي، چې د کورنیو چارو وزارت یو لوړرتبه پوځي چارواکی نن د بډې اخیستلو په تور په علني ډول محاکمه کوي، خو د ولسي جرګي غړي او د حقونو یو شمېر بنسټونه پر عدلي او قضايي ځواک انتقاد کوي چې په فساد تورن لوړپوړي چارواکي نه بلکې هغه کسان محاکمه کوي چې جرم‌يې وړوکی او مؤقف‌يې کمزوری وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close