حکومت به بیا د پسرلنيو عملیاتو غچ له ولسه اخلي

خاموش

په افغانستان کې چې د هر ژمي په پای ته رسېدو موسم تود شي، ورسره د جګړو سنګرونه هم تاوده شي. د پسرلي تر رارسېدو دمخه حکومت او طالبان یو بل ګواښي، او په پایله کې د حکومت له لورې په یوه او د طالبانو له لورې په بل نوم عملیاتو کې ولس قرباني شي.

په تېرو کلونو کې چې حکومت او طالبانو کوم عملیات اعلان کړي وو، دواړو خواوو د هغو اعلان شویو عملیاتو په نوم یو پر بل بریدونه وکړل. خو چې کله حکومتي ځواکونو له طالبانو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی، بیا په دې نوم چې طالبانو ولسي وګړي سپر کړي یا یې په ولسي ودانیو کې پناه اخستې، حکومتي هوايي ځواکونو د طالبانو د له منځه وړلو په موخه د ولسي وګړو کورونه بمبار کړي دي.

اوس یو ځل بیا طالبانو د پسرلي په رارسېدو سره د خندق په نوم عملیات اعلان کړل. په غبرګون کې به یې د دفاع وزارت هم اعلان کړي. خو د تېرو کلونو په څېر به بیا له طالبانو سره د نه مقاومت په نتیجه کې، حکومت غچ له ولسه واخلي او پر کورونو به بمباري وکړي.

طالبان به پر بهرنیو او افغان پوځونو بریدونه کوي او دفاع وزارت به د ولسي وګړو کورونه بمباروي، چې دا پسرلی به هم د تېرو کلونو په څېر په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه کړي.

طالبانو په تېرو کلونو کې منصوري او عمري عملیات وکړل، بهرني او حکومتي پوځونه یې تیښتې ته اړ کړل. خو حکومت به بیا هم غچ له ولسه اخلي، ځکه د تېر کال په تناسب پر بهرنیو او حکومتي پوستو د طالبانو بریدونو له حکومته لاره ورکه کړې ده.

په اصل کې حکومت له طالبانو سره په جګړه کې ناکام دی، خو خپله ناکامي نه مني. په تېرو جګړو کې چې حکومت د طالبانو په مقابل کې ماتې خوړلې، ولسې کورونه یې بمبار کړي دي، یا دفاع وزرات پلمه کړې چې طالبان له ولسه د سپر په توګه کار اخلي. په کندز کې خو طالبانو پر حکومتي پوځونو برید نه و کړی او نه یې له جګړې وروسته ولس سپر کړی و، بیا څرنګه حکومتي هوايي قواوو په دیني مدرسه کې د ګلونو په شان ماشومان شهیدان کړل؟

که د خندق د عملیاتو په دوام دفاع وزارت ماتې وخوري، دا نه ده څرګنده چې غچ به یې د ولسي وګړو پر کورونو په بمبار او که به د بلې کومې دینې مدرسې د قرآن کریم له حافظانو واخلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close