حکومت خلک په خپله «طالبان» کوي؟/ هېواد ریان

کرزي به ویل: بګرام، گوانتانامو او څرخي پله زندانونه د طالبانو فابریکې دي. د هغه په خبرو کېدای شي ډېرو خلکو خندلي وي؛ خو کرزي دغه حقیقت درک کړی و، چې په دغو زندانونو کې زرگونه خلک بې گناه بندیان دي او کلونه ـ کلونه یې بند تېر کړی دی. دوی چې کله له زندانونو خلاص شوي؛ نو بیا یې خپل غچ حتماً له حکومت نه اخیستی دی.

یو ملگری مې د حکومت سخت پلوي وو او هر وخت به یې د حکومت په ننگه او د طالبانو پر ضد خبرې کولې. دی به هر ځای ډاډه گرځېده؛ ځکه په دغه حکومت یې تکیه وه.

پنځه کاله مخکې امریکایانو او افغان عسکرو یې پر کور چاپه واچوله. خو یوازې همدغه زما ملگری یې ونیوه او بگرام ته یې یوړ.

اوس په څرخي پله زندان کې دی. کله کله ورسره خبرې کوم. وايي چې خوشې شوم؛ نو د حکومت په نوم هېڅ کس نه پرېږدم او سیده به د طالبانو لیکو ته ځم. د پنځو کلونو بې گناه بند او دلته د تعزیبونو غچ به حتماً اخلم. دا هغه ترخه واقعیتونه دي چې خلک یې په اورېدو هک حیران پاتې کېږي.

د طالبانو او حکومت خو هسې هم پخه دښمني ده او حکومت په لوی لاس د طالبانو لیکو ته هر کال سلگونه ځوانان لېږي او دغه ځوانان خپل غچ په یوه نه یوه لاره اخلي.

له تېرو درېیو ورځو راهیسې د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ زرگونه خلک له کورونو راوتلي او د هزاره اربکیانو پر ضد غږ پورته کوي.

د تېرې شنبې پر شپه د قره‌باغ ولسوالۍ د شېراباد کلي کې د نیختي کلي هزاره اربکیانو پر یوه کور چاپه وهلې، یوه مېرمن، یوه ماشوم او ځوان یې وژلي، د دې کورنۍ دوه غړي یې سخت ټپیان کړي او دوه تنه یې ژوندي وړي.

د غزني ځايي چارواکو لومړۍ نه منله، چې دغه کار دې اربکیانو کړی وي؛ خو نن د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وویل، چې حکومت په دې اړه څېړنه کوي او د ژوندیو تښتول شویو کسانو په اړه به پلټنه وکړي.

لاریون کوونکو د کابل ـ کندهار لاره هم تړلې ده او دواړو خواوو ته زرگونه مسافر بند پاتې دي. د قره باغ لاریون کوونکو نن بیا وویل، چې تر هغه وخت به خپل لاریونونه روان وساتي؛ څو چې یې حق نه وي ترلاسه کړی او دغه هزاره اربکیان په دار نه وي ځړول شوي.

په غزني کې له لومړي سره خلک له اربکیانو او پاڅونوالو نه په تنگ راغلي وو؛ خو  د دوی له وېرې غږ نه پورته کاوه. خلک مجبوره شول او نن یې د غزني د ښار ټول سړکونه هم بند کړي دي.

پرون د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د کمپاین عسکرو هم پر یوه کور چاپه اچولې ده. د کورنۍ څلور غړي یې چې یوه مېرمن پکې هم ده وژلي او دوه یې ټپیان کړي دي.

خوست کې د نادرشاه کوټ، علیشېرو او د نورو سیمو زرگونه خلک د حکومت پر خلاف راپورته شوي او د کمپاین عسکرو محاکمه کول غواړي.

کمپاین یا ضربتي کنډک په خوست او پکتیا کې هغه وحشي عسکر دي، چې د امریکا د استخباراتي ادارې له لوري تجهیز او تمویل کېږي او هر وخت یې د چاپو قربانیان یوازې ملکي وگړي وي.

پر کمپاین عسکرو نه افغان حکومت کوم واک لري او نه د دوی په خوښه عملیات کوي؛ بلکې هر څه یې د امریکا استخبارات ورکوي.

حکومت دا هر څه ویني؛ خو نه خلکو ته وايي چې دغه ډول وحشتونه به بند کړي او یا به یې مخه ونیسي؛ بلکې دوی په خپلو کې د پنځوس پر پنځوس اوس هم چنې وهي.

نن د لوگر د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي انجینر فریدون رسنیو ته وویل، چې مېرمن یې د مشرانو جرگې دویم مرستیال محمد صدیق صدیقي تښتولې ده.

ډاکټره شکېلا او د فریدون د گډ ژوند ترمنځ کلونه اوښتي او بچیان هم لري؛ خو بیا هم د مشرانو جرگې غړی او مرستیال یې مېرمن تښتوي.

اوس نو تاسې ووايئ چې حکومت داسې وي. حاکمیت داسې وي. د خلکو په عزتو لوبې روانې دي؛ خو دوی بیا هم وايي چې حکومت د خلکو د حیا او عزت ساتونکی دی.

که د حکومت دغه ډول بې خرته ډیموکراسي روانه وي؛ نو لرې نه ده چې یوه ورځ ټول خلک د حکومت پر ضد راپورته شي او طالبان به غرونو پر اوږو سپاره ښارونو ته رادننه کړي او ټول حکومت به ورسپاري. ځکه طالبانو په خپله پنځه کلنه واکمنۍ کې د داسې کارونو سوچ کول هم له امکانه لرې خبره وه. اوس په کومو سیمو کې چې طالبان واکمن دي هلته د داسې کارونو کول یو خیال دی او بس.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close