حکومت داعشیان ولې له طالبانو وژغورل؟

سرليکنه

دفاع او د کورنيو چارو وزاتونه وايي چې په هېواد کې د داعش له جګړه مارو څخه اندښنه نه لري، يواځې او يواځې د طالبانو پر خلاف هم جګړه او هم تبليغات کوي. خو تر کونړ او ننګرهار وروسته د جوزجان عملياتو، چې طالبانو پر داعش جګړه مارو وکړل، وښوده چې داعش هم د طالب، هم د ولس او هم د حکومت دښمن دى.

د امريکايي سرچينو د معلوماتو له مخې، تر عراق او سوریې وروسته به په افغانستان کې داعش هغه څه وکړي کوم چې یې په دې دوو هېوادونو کې وکړل.. خو هغه حالت ته رسېدا کې یې وخت شته چې په ولس کې داعش نفوذ وکړي.

په حقيقت کې، د عراق، سوریې او افغانستان جغرافيايي جوړښت او کلتور سره توپير لري. هغه څه چې داعش په عراق او سوريه کې وکړل، که امريکا او افغان حکومت داعش هر څو اکمال کړي، د عراق او سوریې  حالت ته یې نه شي رسولاى. يانې ولايتونه نيول به داعش ته ګران تمام شي؛ سرونه به ورکړي، خو ولايات به ونه نيسي.

په جوزجان کې د عام ولس ژونکي او ځوروونکي داعش جګړه مار چې له طالبانو سره په جګړه  بوخت وو، حکومت  ولې له طالبانو وژغورل او بيا یې د تسليم شویو په نوم اعلان کړل؟ د دې تر شا هغه څه دي چې د امريکا  په پلان کې نغښتي دي، خو نه ترې تراوسه طالب خبر دى، نه افغان حکومت او نه ولس.

که افغان حکومت داعش خپل دښمن ګڼي، نو بيا یې له طالبانو د څه لپاره وژغورل؟ که یې دوستان ګڼي، بيا یې په يوه او بل نامه د څه لپاره بمباروي؟ که یې نه دوست او نه دښمن ګڼي، بيا یې د چا پر خلاف وسله وال کوي، د نورو داعشيانو او که د طالبانو پر خلاف؟

که حکومت په دې غرض تر دوه نيم سوو زيات داعش جګړه مار د تسليمۍ په نوم له طالبانو ژغورلي وي او دا تمه ترې کوي چې د نورو داعش جګړه مارو پرخلاف به وجنګېږي، دا تمه یې بې ځايه ده، ځکه په کونړ کې ورته داعش پر داعش د ګوزار درس نه دى ورکړل شوی. او که په دې تمه یې ژغورلي وي چې د طالب په مقابل کې به یې وجنګوي، نو دا پاتې د تسليم شویو په نوم ژغورلي به هم پر طالبانو په بله کېدونکې جګړه کې ووژني.

د داعش په اړه ويل شوي چې دوی د طالب او حکومت تر منځ توپير نه کوي، دواړو ته د دښمن په سترګه ګوري او وايي چې ولس له طالب او حکومته ژغوري. چې داعش ولس له حکومته ژغوري او طالب ولس له داعشه ژغوري، نو بيا حکومت له طالبه داعش د څه لپاره وژغوره؟

که رښتيا هم حکومت ولس له داعشه ژغوري، بيا داعش په نيمو شپو د څه لپاره د هوا له ليارې اکمالوي؟

اوس دفاع وزارت کې د نظرونو اختلاف دى چې ژغورل شویو داعش وسله والو سره څه وکړي، بیا یې پرېږدي، د طالب پر خلاف یې جګړې ته ولېږي او که له جګړې په لاس اخیستنه یې کورونو ته ولېږي.

تراوسه دا نه ده څرګنده چې حکومت داعش جګړه مار په جوزجان کې له طاللبانو د څه لپاره ژغورلي دي. چې حقيقت څرګند شي، د تسليم شویو په نوم د ژغورل شویو داعش جګړه مارو برخليک به هم روښـانه کړل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close