حکومت: د جګړې د یوې برخې رهبري افغان ځواکونه کوي او مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۲)

د ملي یووالي حکومت وایي، لا هم په یو شمیر جبهاتو کې د جګړې قومانده د نړیوالو ملاتړو هیوادونو سره ده او په دې برخه کې ستـرې لاسته راوړنې لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، که څه هم د جګړو د ځینو جبهاتو قومانده له امریکایي قواوو سره ده، خو بیا هم په یو شمیر جبهاتو د جګړې مدیریت د افغان ځواکونو پر غاړه ده.

نوموړی وایي، په وروستـیو شپنیو چاپو او بمبارونو کې تر ډیره د دولت وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ورسره د افغان عسکرو د مرګ ژوبلې کچه هم راټیټه شوې ده.
نوموړی په وروستیو بمباریو کې ټول وژل شوي ملکیان چې زیاتره یې ښـځې او ماشومان و، وسلوال طالبان بولي چې په وینا یې دا لړۍ به دوام پیدا کړي.

د ملکیانو د خوندیتوب ادارې په یوه راپور کې ویلي، په تیره یوه میاشت کې په شپنیو چاپو او بمباریو کې ۲۵۰ ولسي خلک وژل شوي او تر ۴۰۰ ډیر ټپیان دي.

رحیمي دغه راز وویل، چې د ټاکنو د امنیت لپاره بشپړ چمتوالی لري او نړیوالو متحدینو یې د پوره همکارۍ ژمنه ورکړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close