حکومت د حزب اسلامي ۱۸۴ بنديان خوشې کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۴) نن غرمه د څرخي پله او بګرام زندان څخه د حزب اسلامي ۱۸۴ بنديان د حکومت له خوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خوشې شول.

دغه بنديان د حزب اسلامي حکمتيار او د ګډ حکومت د موافقې له مخې خوشې شوي دي.

له غرمې مخکې د حزب اسلامي اسلامي د مطبوعاتي ډلې غړي فضل غني حقمل رسنيو ته وويل، د ملي امنيت شورا په غونډه کې موافقه شوې وه چې ۲۶۹ زندانيان به خوشې کېږي په خبره يې چې حکومت تل خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړي او هغومره شمير بنديان ژمنه يې وکړي بيا يې نه دي خوشې کړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې حکومت ولې حزب اسلامي ته ټاکلي شمير بنديان نه دي خوشې کړي.

خو تر دې وړاندې هم د حزب اسلامي له لوري د بنديانو د خوشې کېدو ځانګړې نيټې ټاکل شوي خو هغوی يواځې د حکومت په تګلاره او د هغوی له پلټنو وروسته خوشې شوي دي.

د اسلامي حزب سرچينې د ۱۸۴ بنديانو د ازادېدو خبر تاييد کړی دی.

دغه ګوند ادعا کوي چې لا هم د حکومت په زندانونو کې د حزب اسلامي سلګونه کسان بنديان دي.

بايد وويل شي، چې تر دې مخکې حکومت درې ډلې بنديان حزبيان اسلامي ته خوشې کړي و چې په لومړۍ ډله کې يې ۵۳ کسان، په دوهمه کې ۱۸ او په درېيمه کې ۷۸ کسان و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close