حکومت د مسو او زرو قراردادونه ترکي شرکتونو ته ورکوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۱)

ټاکل شوې چې د افغانستان د مسو او سرو زرو کانونو د استخراج قراردادونه ترکي شرکتونه ورکول شي.

د ولسمشر غني د وياند مرستياله درانۍ وزيري وايي، نن په چهار چنار ماڼۍ کې د غني په مشرۍ د اقتصادي شورا په غونډه کې پريکړه شوې چې د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو کانونو د استخراجولو قرارداد ترکي شرکتونو ته ورکړل شي.

د وزيري په وينا، د “ګوموز او سنتار” شرکتونه چې ځينې افغان شرکتونه يې هم شريکان دي، د حکومت په شرايطو برابر دي.

په عين حال کې د معادنو وزارت وياند عبدالقدير مطفي وايي، په يادو دواړو پروژو شاوخوا يوسل يودېرۍ ميليون ډالر پانګونه کېږي زياتوي: “د بدخشان د سرو زرو د کان پر سپړلو اويا ميليون ډالره او د بلخاب د مسو کان پر سپړلو يوشپيته ميليون ډالره پانګونه کېږي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د يادو کانونو د استخراجولو لپاره څومره شرکتونو غوښتنليکونه ورکړي خو ارګ وايي چې یاد دواړه شرکتونه له مالي پلوه بسيا دي او د قراردادونو تر لاسليک وروسته به ترې تضمين واخيستل شي.

بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د سروزرو د کان سربيره دغه ولايت په نورو سيمو کې د لاجوردو، یاقوتو او لعلونو کانونه هم شته چې په وروستيو کې راپورونه ورکول شول چې ځينې يې د سيمه ييزو زورواکانو له خوا په ناقانونه توګه سپړل شوي هم دي.

د معلوماتو له مخې، په بلخاب ولسوالۍ کې د مسو څلور سوه متره اوږد او پنځه سوه متره پراخ کان دی چې په ۱۹۷۰مو کلونو کې موندل شوی خو تر اوسه لا سپړل شوی نه دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close