حکومت د مسکو په غونډه اندیښنه ښوودلې، خو طالبان یې سیاسي بریا بولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۹)

وروسته له هغه چې د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو نړیواله غونډه ترسره شوه او د سولې په تړاو د طالبانو پلاوي خپلې هر اړخیزې ویناوې ګډونوالو ته واورولې، د حکومتي چارواکو، سیاسي مشرانو او طالبانو تازه غبرګونونه مخته راغلي.
د ملي یووالي د حکومت بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي له رسنیو سره په خبرو کې د طالبانو پر څرګندونو اندیښنه ښوودلې او ویلي یې دي، چې له روسیې یې غوښتي څو طالبانو ته د مسکو له غونډې د وسیلې په توګه د استفادې اجازه ور نه کړي.
بل لور ته سیاسي چارواکي حکومت په دغه غونډه کې د نه ګډون له امله ملامتوي او زیاتوي چې حکومت په لوی لاس خپل چانس له لاسه ورکړ او دغه غونډه یېچې زیات اهمیت یې درلوده ، د غلط سیاست او د لویدیځ د فشار له امله تحریم کړه.

خو طالبانو بیا یاده غونډه سیاسي بریا بللې او زیاته کړې یې ده چې  “اسلامي امارت که په نظامي ډګر کې یرغلګر دښمن او اجیر رژیم یې پر ګونډو کړی،په سیاسي میدان کې یې هم دښمن سرکوب کړی دی.اسلامي امارت وکولای شوای چې ددښمن دپراخ پروپاګند، نظامي زور او یو طرفه مطبوعاتي سانسور سربیره دنړۍ او سیمې مهم هیوادونه قانع کړي چې زموږ جګړه له خپلې خاورې او ارزښتونو دساتنې مشروع مبارزه ده.“

طالبان وایي چې د دوی په اورول شوې بیانیه کې دګران هیواد داستقلال،امنیت،عدالت، ښې حکومت دارۍ، له نړیوالو او ګاونډیانو سره د ښه تعامل،مخدراتو دمخنیوي،بشري حقونو او د بهرنیانو او افغان ځواکونو د جنایتونو او فساد په اړه خورا معقولې حللارې او اړین معلومات د غونډې برخوالو ته وړاندې شوي دي.

 

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close