حکومت سخت د مایوسۍ حالت کې نه دی؟/ خالد روان

تمه باید یوازې له یو الله جل جلاله نه وشي. نورې تمې هم د عقیدې خلاف دي او هم انسانان سخت مایوسه کوي. کفارو د تاریخ په اوږدو کې تل له مستعمره شویو هېوادونو له غلامانو سره سخت بد چلن کړی او تل یې یوازې په تش ډگر پرېښي دي. دوی هېڅکله له خپلو غلامانو سره مېړانه نه ده کړې، بلکې هر وخت یې چې ترې گټه اخیستې، نور یې لکه«تشناب کاغذ» غورځولي دي.

د امریکا په یرغل کې شمال ټلوالې ډېر اخلاص وکړ او امریکا هم څو کاله سخت په ډالرو ونازول. ځینو ته یې لوړې دندې ورکړې او وروسته یې بېرته له دندو گوښه کړل. ځینې اوس میلونران دي او ښه کاروبارونه لري. ځینې کله اېتلافونه جوړ کړي، کله یو سفارت ته مخه کړي او کله له بل سفارت سره اړیکې ښې کړي؛ خو پایله یې بیا هم غلامي او ذلالت وي.

حامد کرزي د امریکایانو د خوشحاله کولو لپاره زرگونه پښتانه ووژل، زرگونه یې بندیان کړل، زرگونه یې بې‌پلاره، بې‌موره او بې‌عزته کړل. کرزي بل قوم ځکه لاس نه ور اوږداوه، چې بیا قومي تفرقه رامنځته کېږي؛ نو ځکه یې د سویلي ولایتونو پښتانه نسلونه ـ نسلونه نالوستي او په قصدي ډول ناپوه پرېښودل.

اشرف غني بیا د کرزي خلاف لومړی گوزار په ختیځو ولسونو وکړ. د داعش پروژه یې ختیځ کې پیل کړه او تراوسه په بشپړ ډول له منځه تللې نه ده. د ختیځ ولسونو ته یې غوړې ژمنې ورکړې، خو په څلور نیم کلونو کې یې هم یوه ورپوره نه کړه. د ختیځ ولسونه یې کله په امریکایانو، کله په داعشیانو او کله په صفر ۱ او دوه قطعو وداړل. دغه حالت اوس هم روان دی او الله جل جلاله پوهېږي چې افغان ولس به دې له ټولو بلاوو کله نجات مومي.؟

د طالبانو او امریکايي استازي ترمنځ د دویم پړاو خبرو وروسته افغان حکومت سخت د مایوسۍ حالت کې دی. اشرف غني اوس د اوبو ځگ ته هم لاس اچوي، گوندې دغه ځگ یې یو ساحل ته ورسوي. خو د هرې ورځې په تېرېدو حکومت نور هم مایوسه کېږي. ښه بېلگه یې د سولې عالي شورا پرضد د سولې ۱۱ کسیز پلاوي ټاکل دي. په دغو ۱۱ کسانو کې داسې خلک هم شته، چې اوس هم طالبانو ته د انسانانو په سترگه نه گوري او ټول له مخې واجب القتل گڼي. یا داسې خلک پکې دي، چې په لوړو موقفونو پاتې شوي او یا یې کلونه ـ کلونه له طالبانو سره جگړې کړي. ایا دغه خلک په رښتیا سوله غواړي او یا طالبان له دوی سره د سولې خبرو کولو ته چمتو دي؟

خبره ښکاره ده؛ ځکه افغان حکومت نه د سولې واک لري او نه د امریکایانو یارانه په هېڅ قیمت له لاسه ورکوي. یا به پرې ډالر بندېږي او یا به د اریانا چوک کې د دار کړیو ته انتظار کوي، چې په نوبت ـ نوبت یو ـ یو د خپلو کړیو عملونو سزا وویني او راتلونکي نسلونو ته عبرت شي، چې د کفارو ملگرتیا یې پلویانو ته په کوم قیمت تمامېږي او څنگه یې په تش میدان پرېږدي؟

اشرف غني د سولې له اوسنیو هڅو سیاسي گټه پورته کوي او خلکو ته به بیا حتماً ووايي، که دا ځل بریالی شوم، نو حتماً سوله کوم. خو په مخالفت کې یې داسې سر زوري خلک دي، چې دغه حکومت او غړي یې تراوسه په رسمیت نه پېژني او د یوې عادي اعلامیې په پای کې خپل هویت ښکاره کوي. اشرف غني دې نه خفه کېږي. ځکه امریکا به له غني سره داسې چل وکړي، چې هم به پر دې دنیا سرټیټی وي او هم به اخېرت کې خپلو خلکو ته د پورته لیدلو لپاره سترگې نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close