حکومت شیعه هېوادوال ولې وسله‌وال کوي؟ خالد روان

خالد روان

په ټوله کې د حکومتونو دنده د خپلو هېوادوالو امنیت، د هېواد اقتصادي پرمختیا، خلکو ته د کاروبار زمینه، له نړیوالو سره ښې اړیکې، خلکو ته ښې اسانتیاوې، په چارو هر اړخیز څار او د هېواد د پرمختگ کارونه دي. خو له بده‌مرغه زموږ هېوادوال نه حکومت لري، نه نظام لري او نه خپل چارواکي؛ بلکې هر څه یې نمایشي وي. دوی ټول داسې فکر کوي، چې هېواد کې امنیت یوازې په تلویزوني اعلاناتو راځي او د همدغې لارې به خلک د ارام ساه واخلي. خو برعکس هر څه سرچپه روان دي.

له ۲۰۰۳ز نه مخکې په عراق کې په سلو کې دېرش ودونه د شیعه او سُني ترمنځ کېدل. خو پر عراق د امریکايي یرغل وروسته امریکایانو دومره سُنیان او شیعه‌گان ونه وژل، څومره چې دوی په خپلو منځونو کې ووژل. لسگونه بریدونه شیعه‌گانو پر سُني لمونځ کوونکي کړي او لسگونه بریدونه سُنیانو پر شیعه‌گانو. امریکا د دوی ترمنځ داسې د بې‌اتفاقۍ تخم وشینده، چې یو بل صدام حسین به یې سل کاله وروسته له منځه یوسي او یا به عراق درې هېوادونه کېږي او د کُرد، سُني او شیعه به خپل ځایونه معلوم وي.

پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته امریکا دغه لوبه لومړی د پښتون او تاجک ترمنځ پیل کړه. دغه بحثونه حتا په تلویزونونو کې ښکاره کېدل. پښتنو به تاجکانو ته کنځلې کولې او تاجکو به پښتنو ته بد رد ویل. په شمالي ولایتونو کې تاجکو او ازبکو د امریکا په اشاره د پښتنو بېخ وویست. په هزاره مېشتو  سیمو کې هزاره وو بیا د پښتنو سره ورته لوبه پیل کړه. دلته قومي، ژبني، سمتي او مذهبي ډلې جوړې شوې او یوازېنی کار یې همدغو مسئایلو ته لمن وهل وو. همدغه لوبه اوس هم روانه ده. په ټولنیزو شبکو کې ځینې پاڼې خاص د همدې موخې لپاره شپه ورځ زهر پاشي او درانه قومونه په سپکو الفاظو یادوي او دواړه ډلې یو بل ته داسې کنځلې کوي، چې د یوه مسلمان له شان سره هېڅ نه ښايي.

د تفرقې اچولو لومړی کار په ملي سرود کې د ټولو قومونو یادول وو. تر پرونه پورې دلته یو شمېر خلک د افغانستان له تاریخي نوم څخه انکار کوي. دوی ځانونه خراسانیان، هزاريستانیان، پښتونستانیان او افغانستاني بولي. دغه غږ د ولسي جرگې له ودانۍ واخله، تر لاریونونو پورې اوچتېږي. حکومت پرې ۲۴ سترگې ړندې کړي. نه یې خلاف غږ پورته کوي، نه یې پرضد اقدام کوي او نه یې د له منځه وړلو فکر کوي. د امریکا له دومره خرابه پروژې سربېره بیا هم افغانان خپلو کې ښه جوړ دي. همدا اوس که یو پښتون د تاجکو سیمې ته ولاړ شي؛ نو ډېر درناوی یې کېږي. همداسې که تاجک د پښتنو سیمو ته ولاړ شي، نو ډېر ښه سلوک ورسره کوي. راکړه ورکړه تر خپلو منځونو کوي. دلته د پښتنو، تاجکو، هزاره وو، ترکمنو او ازبکو د څو قومي ټیکه‌دارانو نه اخوا، نور ټول سره وروڼه دي.

د امریکايي خلافت د راپیدا کېدو سره سم، دوی لومړی خپل بریدونه پر طالبانو او شیعه‌گانو پیل کړل. د شیعه‌گانو بارگاوې، لاریونونه، عامه ځایونه او حتا ورزشي ځایونه یې هم ترې په امن کې پاتې نه‌شول او له مخې یې خپل هدف وگرځول. هندوان، سکهان، شیعه‌گان، تاجک، ازبک، ترکمن، پښتانه، پشه‌یان، نورستانیان او بلوڅ د دې هېواد اوسېدونکي دي. هر څوک حق لري چې دلته ژوند وکړي او د امریکايي پروژې په مقابل کې باید د بل ملاتړ وشي. هزاره هېوادوال پوهېږي، چې دغه بریدونه نه پښتانه کوي، نه یې تاجک کوي، نه یې ازبک کوي، بلکې دغه بریدونه د امریکا په سفارت کې طرحه کېږي او د دوی تر ځایونو یې همدغه امریکایان رسوي. پر شیعه‌گانو د ټولو بریدونو وروسته سُنیانو وینې ورکړې او د دوی غم یې خپل وباله.

تېره اوونۍ د کابل د دشت برچي سیمه کې پر هزاره وو دوه بریدونه وشول. خو اوس حکومت پرېکړه کړې، چې شیعه‌گان باید خپل امنیت په خپله وساتي او د دې کار لپاره یې ۵۰۰ خلک مسلح کوي. نو چې شیعه خپل امنیت په خپله وساتي؛ نو د دغه تش په نامه نظام لپاره د شرم څه پاتې کېږي؟

امریکا به د دغو شیعه گانو پرمټ د سنیانو جوماتونه، غونډې او عامه ځایونه په نښه کوي او دلته به عین د عراق لوبه پیل شي. د امریکايي خلافت د پروژې د رسوا کېدو وروسته امریکا دغې چارې ته پوره کار ویلی او له افغانستانه به په داسې حال ځي، چې دلته شیعه او سُني خپلو کې زرگونه خلک وژلي وي. گډ حکومت په تېرو څلورو کلونو کې ډېرې تېروتنې کړي او له دې تاریخي تېروتنې دې ځانونه وساتي، گنې دلته یې څوک بیا قبرونه هم پرېنږدي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close