حکومت: طالبان دې مذاکراتي ټیم وټاکي،طالبان؛ له تاسو سره خبرې نه کوو

 

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۲)

افغان حکومت پر طالبانو ژغ کړی چې د مذاکراتو لپاره یې دوولس کسیز پلاوی ټاکلی او اوس د دوی وار دی چې خپل پلاوی وټاکي.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي ویلي، دوی هر وخت اماده دي چې له طالبانو سره  مذاکرات پیل کړي.

نوموړی وایي،  د مذاکراتو د پیل لپاره هیڅ شرط نه لرو خو د خبرو په جریان کې د اساسي قانون، د ښځو آزادي او دبیان آزادي په ګډون ګڼې سرې کرښې لرو چې تیریدل ترې ناشونی کار دی.

خو طالبانو یوځل ببا د حکومت له خوا د سولې بورډ د جوړیدو په هکله غبرګون ښوودلی او دا یې بیځایه اقدام بللی چې په وینا یې “اشرف غني هغو لارو چارو ته لاس اچوي چې د چا خبره( چا په واده کې نه پرېښود ویل زما لکړه دخان په کور کې کیږدئ )“
طالبانو د “ ورځې خبر“ تر سرلیک لاندې مطلب کې ویلي
، که له افغان حکومت سره که خبرې اومذاکرات د روانې جګړې اواشغال د پای ته رسیدو په برخه کې منتجي او اهمیت لرلای ،نو په وینا یې چې

“ له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې امریکایانو دسولې په نوم شورا جوړه کړې په ملیاردونو ډالر یې پرې مصرف کړل اوپه رأس اوترکیب کې یې دپخوانیو تنظیمي لیډرانو په ګډون ګڼ درباري روحانیون اومشهورې څیرې پکې راجمع کړې وې چې له خپلو ټولو حربو، جعلي فتواوو او سیاسي نیرنګونو سره سره په دې ونه توانېده چې د طالبانو مقاومت له خپل معقول دریځ اودخپلواکۍ ګټلو له داعيې څخه راښکته او د اشغالګرو په طرح او ډیزاین د جوړې شوې افغان دښمنه سولې په شعارونو یې تیر باسي ؛ دغه ورستی بورډ مورډ خو هېڅ معنا او مفهوم نلري“

د افغانستان ولسي جرګې او ټولو سیاسي ګوندونو د حکومت له خوا د دغه بورډ جوړیدل په سوله ملنډې وهل بللي چې په وینا یې د هیڅ لوري استازولي نه شي کولی.

د طالبانو له خوا په خپاره شوي مطلب کې د دې کسانو وړتیا له دې امله ننګول شوې چې ګواکې هغوی د حکومت رسمي کارمندان دی او تل یې د امربکایانو په شتون له دې امله ټینګار کړی چې ګواکې د دوی بقاء په کې نغښتې وه.
طالبان وایي

“ دخپل باغروره اومنطقي دریځ اوموقف له مخي د کابل له لاسپوڅي ادارې سره محض ناسته د وخت ضیاع او د افغانستان له ملي خپلواکۍ او دیني اساساتو سره جفا بولي ، اشرف غني لګیا دی د سولې په نوم نوی بورډ اعلانوي چې هغه به ګواکې له طالب استازو او مرکچیانو سره دسولې او روغې جریان په مخ یوسي“

په مطلب کې د روان بنبست حل لاره د امریکایانو په خروج کې نغښتل شوې چې ګواکې که هغوی ونه وځي او په لاس جوړ شوی حکومت او اساسي قانون یې له سره تجدید نه شي، دا ناورین به روان وي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close