حکومت له پرلت‌والو سیاسي گټه ولې پورته کوي؟/ خالد روان

د اسلام اباد د پښتنو له پرلت وروسته په افغانستان کې هم ځینو خلکو سوله‌ییزو  ناستو ته کار ویلی. په کابل، هلمند، پکتیا، ننگرهار او غزني کې د پرلت ناستې روانې دي. خلک د کوزنیو پښتنو د حق غوښتنې د غږ ملاتړ اعلانوي او دا د لوی افغانستان داعیه بولي.

زه د پرلتونو مخالف نه یم؛ خو د پرلت‌والو داعیې او د حق غوښتنې مسیر سم نه رامعلومېږي. پرلت‌والو د پښتنو د حق غوښتنې ناره پورته کړې او په افغانستان کې پښتانه د ټولو خواوو له لوري سره تناره ته ناست دي. په تېروو دوو اوونیو کې سلگونه پښتانه ماشومان د افغان او امریکايي ځواکونو له لوري شهیدان شول او د امریکا او افغان حکومت زندانونه په پښتنو ځوانانو ډک دي. دوی کندوز، فراه، میدان وردگ او نور ولایتونه هېر کړل؛ خو خپل غږ یې د ډیورنډ کرښې اخوا واړاوه.

پښتانه په تېرو اوولس کلونو کې جگړې ته مجبوره شوي، د ژوند، زده کړو، روغتیا، ارام ژوند او له هرڅه محروم ساتل شوي. د پښتنو نه ودونه، نه جنازې، نه ښوونځي، نه مدرسې او حتا هدیرې یې په امن نه دي. د امریکا او د افغان  پوځ د معتصیبو جنرالانو یوازېنی هدف پښتانه ځوانان دي او بې پوښتنې یې وژني، بندیان کوي یې او ړندۍ بمبارۍ پرې کوي. پښتانه ماشومان نه په ښوونځیو کې د زده کړې حق لري او نه په مدرسو کې. له ښوونځیو یې پوځیان پوستې جوړوي او مدرسې یې بمباروي.

په هلمند کې ناست پرلت‌وال د حکومت او مریکا پر ځای له طالبانو سوله غواړي. همدا نن ورځ طالبانو وسله پر ځمکه کېښوده او ټول تسلیم شول. ایا د طالبانو د ژوند ضمانت پرلت‌وال کولی شي؟ جگړه خو امریکا شروع کړې او د افغانستان د روانې جگړې ټول بار د امریکا پر اوږو بار دی؛ نو له طالبه څنگه سوله غواړې؟

طالبان خو دا څو کلونه کېږي، چې په بار ـ بار وايي، امریکایان دې ووځي، روانه جگړه دې پای ته ورسوي، خپل ځواکونه دې اوباسي او د افغانستان اشغال ته دې د پای ټکی کېږدي، موږ په هغه ورځ ډز بندیز اعلانوو او روانې جگړې ته د پای ټکی ږدو. له افغان حکومت سره هوکړې ته رسېږو او روغه ورسره کوو.

خو امریکا، ناټو او افغان حکومت د زور ازماینې گواښونه کوي، طالبانو ته اخطارونه ورکوي. نه امریکا په سوله کې دلچسپي ښيي، نه پرلت‌وال د امریکا سفارت مخې ته راټولېږي، نه د امریکا پر ضد غږ پورته کوي؛ بلکې هر څه له طالبانو غواړي او د روانې جگړې ټول بار پر طالبانو اچوي.

زموږ خپلې کورنۍ ستونزې ډېري دي. پښتونخوا زموږ ملي داعیه ده او د تاریخ په اوږدو کې هېڅ افغان حکومت منلې نه ده؛ خو د پښتونخوا له پرلت والو زموږ هغه حکومت ملاتړ کوي، چې له پاکستان سره یې ډیورنډ منلی دی. پاسپورټ یې په دواړو خواوو اوښتونکو جبري کړی او دغه کار هېڅ کوم افغان دولت له دې وړاندې نه و کړی؛ خو د گډ حکومت چارواکو دغه تاریخي بدنامۍ ته هم غاړه کېښوده. نه د پښتونخوا پرلت کوونکي د افغانستان په کیسه کې دي؛ بلکې هغوی خپل حق له پاکستاني حکومت نه غواړي، نه د جگړې شعار ورکوي، نه د پاڅون خیال لري، بلکې په پاکستان کې ورک شوي خپل پښتانه وروڼه لټوي.

افغان پرلت‌کوونکي دې لومړی لومړیتوبه درک کړي. د خلکو له احساساتو سره دې لوبې نه کوي، د روانې جگړې ټول بار دې پر طالبانو نه اچوي، بلکې دوی باید د امریکا، ملگرو ملتونو، د ناټو د غړیو هېوادونو او د افغانستان د جگړې له مالي او پوځي ملاتړ کوونکو هېوادونو سفارتونو مخې ته خیمې ووهي او خپل غږ دې د د پر وړاندې پورته کړي.

که داسې ونه کړي؛ نو دغه ډول ناستې یوازې پروژې ښکاري، چې حکومت د خلکو پام په حکومت کې د شته فساد نه په نورو خواوو کړي او دوی خپلې مزې وکړي. حکومت د کابل، هلمند او ننگرهار پر پرلت ښه پانگونه کړې او ډېر ځوانانو پام یې له حکومت اړولی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close