حکومت ولې د اسلام اباد په غونډه نيوکه کوي؟

په داسې حال کې چې د افغانستان د اوږدې کشالۍ او ناحله لانجې لپاره اوس امريکايانو هم درک کړې چې دا لانجه له خبرو اترو پرته حل نه لري، امریکا که څه هم له اوږده جنګه ستړې شوې خو د خبرو اترو مېز ته د راتګ يو علت او وجه يې دا هم کېدی شي چې د افغانستان تاریخ يې مطالعه کړی وي او د تاریخ په اوږدو کې ورته څرګنده شوې وي چې افغانان چا ته سر نه ټيټوي.

په هر صورت په اوس وخت کې هر افغان سولې ته لېوال او بيخي تيار دی، تر دې پورې چې د ټولو افغانانو یوازېنی ارمان او هيله سوله ده، تر څو دا اتلس کلنه لانجه نوره له افغانستان څخه ورکه شي او افغانان د اسلامي نظام، امن او سولې په فضا کې ارام وکړي او د ژوندانه پاتې برخه په داسې حال کې تېره کړي چې تر غوږونو يې د چورلکو د بمبارد غږ ونه رسېږي، د شپې يې د چاپې شور او ځوږ ناساز نه کړي،

ځکه نو د طالبانو او امریکايانو تر منځ خبرې اترې د افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شوې او په پرخه کچه ملاتړ يې تر لاسه کړ، خو دلته څو محدود کسان داسې هم شته چې د همدې افغانانو د اتلسو کلونو د ستر ارمان او هيلې(سولې) پر وړاندې د دې لپاره خنډ شوي دي چې شخصي ګټې يې په افغان سوله کې له منځه ځي او له دې وېرېږي چې که چېرته سوله راشي نو بیا خو د ده مفادات ورکېږي بیا به دی څه کوي؟

دا چې د سولې خبرې په کوم ځای کې کېږي، مهمه نه ده ځکه چې افغانانو ته يوازې او يوازې سوله او روانې نا انډوله جګړې پای ته رسول مهم دي، دا نه چې سوله دې په سعودي کې وي او په مسکو کې دې نه وي، يا دې سوله په کابل کې وي او په اسلام اباد کې دې نه وي، بلکې په هر ځای کې دې وي خو چې د افغانانو ملي او اسلامي مقدساتو ته پکې تاوان او توهين ونه شي.

هر هغه څوک چې داسې افواهات کوي چې ګواکې سوله دې په اسلام اباد کې نه وي، په کابل کې دې وي، يا دې هم په مسکو کې نه وي بلکې په سعودي کې دې وي، دا د ماشومانو خبرې دي، له دې ډول خلکو سره دا احساس نشته چې افغانان په اوسني وخت کې اسلامي سولې او ازادۍ ته څومره ارزښت لري؟ دا  خلک چې په يوه ځای او بل او يوه نوم او بل نوم د رښتينې افغان سولې او ازادۍ مخالفت کوي، په خپل واک کې نه دي بلکې د پرديو تر واک لاندې دي.

د سولې په وړاندې خنډ اچوونکي او مخالف خلک پر افغانستان د تپل شوې اوسنۍ ادارې اکثره چارواکي او خصوصاً ولسمشر دی، چې په يوه بهانه او بله بهانه د سولې پر وړاندې خنډونه ايجادوي، کله وايي چې راځئ! په مکه شريفه کې راسره کېنئ! کله وايي چې په کابل کې به درته دفتر خلاص کړم، امنيت به دې هم زه ونيسم.

او کله بيا دا افوا هم وايي چې په اسلام ابادې کې سوله کول جرم دي، خو که څوک دا ورته ووايي چې که په اسلام ابادې کې يوازې رسمي ناستې ته د جرم نوم ورکوې! نو بيا پر ډيورنډ کرښه اغزن تار ته ( چې تا ورسره لاسليک کړی دی) ته څه نوم ورکوې؟ د تورخم دروازې ته څه نوم ورکوې؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close