حکومت + ناټو + ولس وژنه =جګړه

تميم توفيق

له تيرې مياشتې راهيسې د سولې په اړه خبرونو، ګردي ميزونو او مرکو، پرلتونو او آن فيسبوکي ژونديو او سرچوک بحثونو خورا بژ اخيستی، هر څوک يې په اړوند جلا نظر څرګندوي، مګر د ډيرو کمو لوړو مقاماتو او رسنيو لخوا بدرګه کيږي؛ ځکه چې د هغه نظر په ملاتړ او بدرګه کې د ولس او وطن نه، بلکې د غم مړي جيب ګټه وي.
ډير کم د نظر خاوندان په اصل موضوع ورغلي، اکثر يې د اساسي لامل تر څنګ تيريږي، دوی هغه د چا په خبره کراس پاليسي چلوي، او ډيری خو په هيواد کې د راونو جګړو له بنيادي سببه چورلټ منکر دي.
لنډه دا چې اکثر د سولې په اړه غږيدونکي شناندان په يو نه يو ډول د کابل له رژيم يا بلا واسطه له امريکايانو سره تار لري، ګني په دې هر د احساس خاوند پوهيږي چې د بدمرغيو لامل خپله حکومت او امريکايان دي.
د دې خبرې ژوندی مثال په هيواد کې د کابل رژيم او امريکايي ځواکونو لخوا د بې رحمانه ولس وژنې بهير دی چې د هيواد د اشغال له پيله تر اوسه پورې روان دی او ورځ تر بلې پکې زيادت راځي.
په تيرو څو ورځو کې زمونږ لسګونه هيوادوال د حکومتي او امريکايي عسکرو لخوا په ګډو يا مستقلو عملياتو، بمبارونو او چاپو کې په شهادت ورسيدل، چې له ډيرو يې د ميدان وردګ، فراه او هرات نه توجيه کيدونکې ولس وژنه او تازه په کندهار او بدخشان کې وحشيانه عمل يادولی شو.
دا هغه پيښې دي چې هيڅکله به د هيڅ واقعي افغان له ياده ونه وځي او د خپل وس تر کچې به يې د کسات اخيستو په هڅه کې وي، مګر نه پوهيږو، هغه خلک په څه نوم ياد کړو چې په دين، هيواد او ملي ارزښتونو سربېره يې د طالب په نوم د ولسي وګړو بې رحمانه قتل عام له پامه غورځولی.
تيره ورځ امريکايي ورځپاڼې (واشنګټن پوسټ) په خپله ګڼه کې وليکل چې په افغانستان کې ځکه سوله راوستل سخت او ګران کار دی چې د کابل رژيم په سياستوالو سربېره طالبان، داعش، پاکستان، هند، ايران او روسيه د سولې د پروسې مخالفت کوي. د واشنګټن پوسټ دا خبره د ځينو خبريالانو او تحليلګرانو له خولو هم له ډيره وخته راهيسې اورو.
خو واقعيت دا دی چې په هيواد کې د مرګونو او بدمرغيو لامل او د سولې په وړاندې اصلي ستونزه د کابل دولت، امريکا او د هغوی د ملګرو نظامي حضور دی، هر څوک چې له دې بنيادي وجوهاتو څخه په ډډه تيريږي، د ولس لخوا به د پردي پال په نوم پيژندل کيږي او که دې پردي پالنې ته دوام ورکړي، ممکن هيڅکله يې معاف هم نه کړي؛ ځکه د امريکا جګړه ييزې ستراتيژۍ او له وحشتونو ډکې تګلارې د اشغال له پيله د ولس له زغمه وتلې دي، چې د دې اصلي ستونزو پټونکي بايد ولس ته د زغملو او حوصلې تلقين ونه کړي.
د سولې نعرې په داسې حال کې اورو چې امريکايانو څو ورځې مخکې سلامته ليوا (زر تنه عسکر) د جګړو د لا تونديدو په هدف راوليږل، دوی ته حکومتي چارواکو د ژبې په سر هم ياده نه کړه چې په موږ مو د سولې وړانديزونه د طالبانو په مخکې کيښودل او تاسې د جګړې لپاره تازه نفسه عسکر راوليږل، د دې معنی دا ده چې نه کابل اداره او نه هم امريکايان غواړي د هيواد روانه غميزه پای ومومي، بلکې همدوی د سولې او ارامۍ اصلي مخالفين دي.
هغه چې د جګړو له اورونه ځان ستړی بولي او د سولې حکومتي آفرونو ته خوشبينه دي، بايد دا حقيقت درک کړي، چې تر څو د کابل رژيم + ناټو/امريکايان ولس وژنې ته دوام ورکوي، تر هغو به جګړه روانه وي او ولس به خپل حق (پر امن افغانستان، استقلال او اسلامي نظام) د تورې په زور تر لاسه کوي، چې تر اوسه پورې په دې هڅه کې موفق ښکاري او بريا به مومي، ان شاءالله.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close