خارجه وزارت: له امریکا هیله کوو چې پر ایران بندیزونه د چابهار پروسې مخه ونه نیسي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له امریکا څخه غوښتي چې پر ایران بندیزونه یې باید د افغانستان او ایران د سوداګریزو اړیکو او د چابهار بندر د مهمې ترانزیټي لارې مخه ونه نیسي.

د دې وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایی؛ له امریکا مو هیله داده، لکه څنګه یې چې مخکې زمونږ او ایران په خپلمنځي اړیکو کار نه درلود، اوس مو هم په خپل حال پریږدي او دچابهار بندر د پروژې مخنیوی ونه کړي .

وزارت ویلي، د چابهار په برخه کې یې له هند او ایران سره هم خبرې پیل کړې، او ویره لري چې د دوی هڅې به بیا هم د تیر په څیر د امریکا د سیاستونو تر سیوري لاندې راشي.

پر همدې مهال د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، له هند او ایران سره باید یو تړون لاسلیک شي، څو په راتلونکي کې درۍ واړه هیوادونه د یاد بندر پر وړاندې د ټوکیدونکو ستونزو د مخنیوي په برخه کې یو بل ته همکار او ژمن وي.
د اقتصادي چارو کار پوه حسیب موحد هم دا خبره کوي او زیاتوي؛ افغانستان له دې کبله چې بهرنی او په کور دننه سیاست یې د بهرنیانو په لاس کې ده، نه شي کولی خپلې ګټې په مستقله توګه مدیریت کړي نو باید د یاد بندر په برخه کې له هند او ایران سره یوه تفاهم ته ځان ورسوي ترڅو د ستونزو پر وړاندې په سیمیزه کچه متحد قوت ولري.

د چابهار بندر څو میاشتې وړاندې د افغانستان ، هند او ایران د چارواکو له خوا افتتاح شو – یاد بندر د کراچۍ له بندر څخه ۷۰۰ او له بندرعباس نه ۹۰۰ کیلو متره افغانستان ته نږدې لاره ده، چې د نورو لارو په نسبت په هر کانتینر کې له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې یو سوداګر ته ارزانه تمامیدلی شي.

په همدې حساب یاد بندر نړیوالو اوبو ته تر ټولو نږدې او ارزانه لاره ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close