«خبره د څو ښارونو ساتنې ته راورسېده»: طالبان

نیویارک ټایمز تیره ورځ راپور ورکړ چې د ټرامپ اداره د خپلې نوې ستراتیژي له مخې هوډ لري او کابل اداره به هم تشویق کړي، چې له کلیوالو او ګڼ میشتو سیمو څخه خپلې اډې او عسکر ښارونو ته انتقال کړي.

د سرچینې په خبره امریکايي جنرالان په دې هڅه کې دي چې یوازې یو څو لوی ښارونه لکه (کابل، جلال اباد، مزار، کندهار او هرات) ټینګ او کلکه ساتنه ترینه وکړي، پاتې نور ولایتونه او لیرې پرتې سیمې تر ډیره حده طالبانو ته خوشي کړي.

نیویارک ټایمز د یو شمیر امریکايي چارواکو او مبصرینو له قوله ویلي: که څه هم ۲۵٪ فیصده افغانان په ښارونو کې ژوند کوي، باقي ۷۵٪ فیصده افغانان په کلیوالي سیمو کې اوسېږي، خو اوس د دې وخت رارسیدلی چې که ټول افغانستان نشي ساتل کیدای، د لویو ښارونو د حفاظت په خاطر اړین ګامونه پورته کړل شي او معقوله لار یې دا ده چې د ښارونو د ساتلو په خاطر باید کلیوالې سیمې پریښودل شي.

دغه راز اخبار د امریکايي جنرالانو له اړخه وايي دوی باور لري چې «د ټولو ولایتونو او محلي سیمو ساتل پوره حماقت دی، هلته هیڅ ستراتیژيکه ګټه نشته، پر محلي خلګو باندې هیڅ اثر نه لري، بس یوازې د افغان او امریکايي عسکرو مرګ تضمینوي!!!»

د متعال رب جل جلاله کارونو او نصرتونو ته ګوره، هغه امریکا چې طالب او مجاهد ته یې په افغانستان کې څه چې د نړۍ په هیڅ کونج او کنار کې د ژوند او زندګي تیرولو حق نه ورکاوه، ویل به یې چې یا به هغوی تسلیمیږي او یا به وژل کیږي، خو نن د الله پاک په عظیم نصرت د نړۍ دغه لوی طاغوت له خپلې ټولې دبدبې او یکتازي سره د هماغه خړې حجرې خړ او ننګیالي طالب او میړني افغان مجاهد عظمت او هیبت ته غاړه کږوي، د ۲ تریليونو ډالرو له مصرف د پنځوسو زرو امریکايي عسکرو له مرګ ژوبلې او د نړۍ د نمبر۱ جنګي ټیکنالوجي د هر ډول استعمال او تمرین باوجود د ناتواني او شکست وزرې څنډي (الحمدلله)

په رښتیا هم چې کلیوالې او محلي سیمې ډیرې مجاهد پروره او شهیدپالې وي او دي؛ ځکه همدغه د غیرت او شجاعت ټاټوبي وو چې د طاغوت ټولو وحشتونو او یرغلونو ته یې ټټرونه او سینې سپر کړې، غرونه، رغونه، سیمې او دښتې یې لولپه کیدو ته وړاندې کړې، خو د مجاهد او طالب د حق او خپلواکي ګټلو ناره یې سړیدو او خاموشه کیدو ته پرې نښوده. زمونږ سربکفه کلیوال قشر د خپلو او لادونو نذرانه کولو او د خپلو شتمنیو قربانولو ته چمتو شول، په خپلو سرونو یې د امریکا خروارونه بمونه ومنل او کرغیړنې چاپې یې تحمل کړې، ولې افغاني غرور او دیني جذبې یې اجازه ورنکړه چې له طالب او مجاهد څخه تیر شي، په کور کې ځای ورنکړي او یا یې له مرستې او معاونت څخه مخ واړوي.

دا دی نن یې ستره ثمره او ډاګیزه نتیجه د سر په سترګو وینو، چې امریکا او ناټو په کومه شرمندګي او پیغور چمتو کیږي چې یوازې پنځه لوی ښارونه ټینګ کړي او هلته پناه وروړي، نور ولایتونه او سیمې په دې پلمه چې هغه محلي او کفرشکنه ځمکې او سیمې دي، درانه تلفات پکې ویني او نور یې شپه هلته نه سبا کیږي، ترېنه کډه کوي.

د افغانستان کلیوال ولسه! همدغه بریا، سرلوړي دې بس ده، چې همت او حوصلې ته دې امریکا او ناټو سر ټیټ کړ. (وکان حقا علینا نصرالمومنین)

ـــ

دا لیکنه د طالبانو له رسمي وېبپاڼې، الاماره، رااخیستل شوې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close