خلاصون لارې شورا: انتخابات دې په دې شرط وځنډول شي چې خارجيان به له افغانستانه ووځي

اکبر اغا: افغان حکومت دې هم بنديان ازاد کړي څو د سولې لپاره مثبتې پايلې ولري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۵)

خلاصون لارې عالي شورا: که ولسمشرۍ ټاکنې د خارجيانو د وتلو تر هوکړې ځنډول کېږي، مونږ موافق يو

د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا پرون پنجشنبه د لړم مياشتې په څوارلسمه نيټه په افغانستان کې د سولې د هلو ځلو په اړه غونډه دايره کړې وه او خپل دريځ يې پکې روښانه کړ.

په دغه غونډه کې چې لسګونو علماؤ، سپين ږیرو، محصلينو او استادانو ګډون درلود پکې د افغانستان د سولې اړوند، د مسکو په ناسته، د خلیلزاد په هلو ځلو او د بنديانو د خلاصون په اړه خبرې وشوې

د غونډې ګډونوالو مولوي تره خيل او مزمل د خپلو خبرو په دوام د سولې په برخه کې د خلاصون لارې عالي شورا کړنې وستايلې او د سولې په برخه کې له امريکايي استازي خليلزاد څخه يې غوښتنه وکړه (دافغانانو د خوشحالۍ- پرمختګ او دسولې مهم ارزښت ته د رسېدو لپاره دې فقط او فقط د خلاصون لارې عالي شورا له اهدافو څخه ګټه پورته کړي).

د غونډې په پای کې د دغه شورا مشر اکبر اغا د مسکو ناستې او د سولې په اړه د يادې شورا دريځ روښانه کړ ويې ويل مسکو ناسته هم ګټوره او هم زيانمنه تمامېدلای شي په خبره يې که مسکو وغواړي (افغانستان له شته ستونزو څخه خلاص کړي دا به دافغانستان دترقۍ سبب هم وګرځي او دوي ته به هم په دیپلوماتیکو بحثونو کې د افغانستان د ستراتیژیک موقیعت په درلودلو سره پوره ګټمن پریوزي) او که وغواړي چې له امريکا څخه خپل پخوانی کسات واخلي نو په دې کې افغانان تاواني او د ابزارو په شکل به استعمال شي.

اکبر اغا وويل، که د ولسشمرۍ ټاکنې د خارجي ځواکونو د وتلو تر هوکړې ځنډول کېږي نو مونږ ورسره موافق يو په وينا يې (له هغې ورورسته به دافغانستان ملت طالبان او حکومت پرېکړه وکړي چې دوي انتخابات غواړي،که موقته اداره او یا بل هغه څه چې ددوي ګډ توافق پري راغلی دی).

دغه راز نوموړي وويل، په افغانستان کې جنګونه ډیر کله د بنديانو د شکنجو، ربړونې او بندي کولو پر سر جوړ شوي نو دا چې په وروستيو کې پاکستان ځينې طالب بنديان خوشې کړل او پايلې يې هم ښې وې پکار ده چې د افغانستان حکومت هم دا ميړانه وکړي، د طالبانو بنديان خوشې کړي څو سولې ته درسېدو لپاره مثبتې پايلې ولري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close