خلاصون لار شورا: د روانو ستونزو اساسي جرړه د بهرنیانو پوځي شتون دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۷)

دافغانستان دخلاصون لارې عالي شوریٰ تیره ورځ په یوه ناسته د بهرنیو جنګي ځواکونو نامشروع شتون ، دخلیلزاد د اوسنیو هڅو او دښکېلو لورو دبندیانو د مشروع حقوقو د غوښتلو په هکله یوه ناسته وکړه.

ګډونوالو د امریکا پوځي شتون د روانو ګډوډیو اساسي عامل وباله او د پای ته رسیدو غوښتنه یې وکړه.
دافغانستان دخلاصون لارې مشر محمد اکبراغا وویل؛  د امریکا حکومت له یو اړخه خلیلزاد ته دسولې راوستو دنده ورکړې ده خوله بله پلوه یې افغانستان ته دنورو اضافي عسکرو داستولو اعلان کړی په داسې حال کي چې دطالبانو لخوا دافغانستان څخه دبهرنیو جنګي ځواکونو وتل دسولې اساسي او عمده شرط بلل کیږي .
نوموړی وایي، د امریکا دغه دوه مخي به د خلیلزاد ماموریت  ناکام یا هم له ستونزو سره مخ کړي .

دغونډي یوه بل ګډونوال عبدالودود صدیقي و ویل؛ اوسمهال د هیواد په زندانونو کې ۴۷۰۰۰ زره هیوادوال بندیان دي .
نوموړی یې د جرمونو په هکله وایي ، زیاتره کسان بې له کوم جرمه د زندان شپې او ورځې تیروي، ډیری یې د طالبانو د خپلوي له امله بندیان دي.
هغه له علماؤ وغوښتل چې خلکو او نظام ته دې واقعیتونه ووایي او د درباري ملایانو په څیر دې نه جوړیږي.

دغه راز دطالبانو دحکومت پر مهال لوی څارنوال مولوي جلال الدین شینواري هم خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې“ موږ د طالبانو په دوره کی تر ۱۰۰ زیات حدود نه دي جاري کړي او په مکمله توګه یې امنیت راوستی وه اوس په ملیونونو ډالر مصرف شول ، په داسې حال کې چې د امنیت بوی نشته “

شینواري زیاته کړه؛ .دملاصاحب یوه کرښه خط راغلی و، چی کوکنار بند کړئ دکوکنارو ګل ورک شو،  په داسې حال کې  چې حکومت او بهرنیان یې اوس د ډالرو په زور نشي بندولای.
د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې؛ له افغانستان څخه د بهرنیو جنګي ځواکونو وتل د سولې را وستولو او دجنګ دپای ته رسیدلو اساسي ټکی دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close