خليلزاد د افغان سولې اړوند خپل درېيم سفر پيل کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۲)

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د افغانستان لپاره د امریکا د سولې استازي زلمي خليلزاد د سولې اړوند سفرونو درېيم پړاو پيل کړی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، خليلزاد به د يوه امريکايي پلاوي په مشرۍ په دغه سفر کې روسيې، پاکستان، افغانستان ازبکستان، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، بلجيم او قطر ته ولاړ شي.

خبرپاڼه زياتوي، د زلمي خليلزاد دغه سفر د دسمبر له دوهمې نيټې پيل او د همدغه مياشتې تر شلمې نيټې به دوام وکړي.

د سرچينې په وينا، د امريکا د سولې پلاوي به له ولسمشر غني، حکومتي لوړپوړو چارواکو او سياستوالو سره وګوري، هغوی سره به د سولې د راتګ په برخه کې خپل نظرونه شریک کړي.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه لیدنه کې به له افغان چارواکو او شخصيتونو د سولې د راتګ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کېږي دغه راز له روسي چارواکو سره به هم د افغانستان د روانې جګړې په اړه خبرې وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه زياتوي، د امريکايي پلاوي د دغه سفرونه موخه د افغان جګړې ختمول او د سولې راتګ دی څو په اړه يې د مذاکراتو لپاره لاره هواره شي.

تر دې مخکې زلمي خليلزاد او طالبانو د افغان جګړې ختمولو، د سولې د راتګ او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو په اړه دوه ځلې له طالبانو سره مذاکرات کړي خو تر اوسه په کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

که څه هم افغان حکومت په بار بار غوښتنه کوي چې طالبانو سره مذاکرات او خبرو ته چمتو دي خو تر دې وړاندې هم له افغان حکومت سره د مذاکراتو کول د وخت ضياع بللې او څو ورځې مخکې يې د اشرف غني د سولې وړانديز په غبرګون کې وويل چې افغان حکومت تر خپل صلاحيت لوړې خبرې کوي زياته يې کړه “له بې واکه او د پردو لخوا تپل شوو جهتونو سره مذاکرات کول د وخت ضایع کیدل بولي، ځکه چې بې واکه جهتونه د پریکړو اختیار نه لري.”

دغه راز طالبانو د امريکا د دفاع وزير د هغه څرګندونو په اړه چې (امريکا به د افغانستان جګړه ختمه کړي خو ځواکونه له دغه هېواده نه باسي) وويل: افغان مسلمان او غیرتي اولس کلک مصمم دی چې امریکايي اشغالګر ځواکونه به په دې مجبوروي چې له افغانستانه ووزي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close