خليلزاد د درېيو هېوادونو له استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۴)
د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازي زلمي خليلزاد په متحده عربي اماراتو کې د درې هېوادونو له استازو سره خبرې کړي دي.
راپورونه وايي، دغه غونډه روانه اوونۍ په ابوظبۍ جوړه شوې او پکې د افغانستان، امريکا، متحده عربي اماراتو او سعودي استازو ګډون درلود.
د متحده عربي اماراتو خبري سرچينې وايي، په دغه څلور اړخيزه غونډه کې د افغانستان سولې په اړه خبرې شوي او ويل کېږي چې ښايي په نږدې وخت کې يوځل بيا په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري.
له يادې غونډې وروسته د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سعودي به افغانستان ته د سولې لپاره خپله همکاري ونه سپموي او د ښکېلو لوريو د سياسي حل او سولې خبرو ملاتړ به کوي.
خليلزاد د مسکو له ناستې يوه وروځ مخکې افغانستان او د سيمې هېوادونو ته يوځل بيا د افغان سولې په تړاو د خبرو لپاره راوتلی چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ کابل ته ولاړ او تر دوشنبې په کابل کې و، ده له ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د سولې د عالي شورا له استازیو سره وکتل، داسې راپورونه شته چې نوموړی ښايي دا ځل مسکو ته هم سفر وکړي.