خليلزاد د سولې په اړه افغانستان او څور نورو هېوادونو ته سفر کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۲)

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دغه وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به د يوه پلاوي په مشرۍ د افغانستان، پاکستان په ګډون څو نورو هېوادونو ته د سولې په اړه سفر وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت تيره ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، خليلزاد به د خپل ماموريت لومړنی لس ورځينی سفر د پنج شنبې په ورځ پيلوي چې پکې به د افغانستان، پاکستان، قطر، متحده عرب اماراتو او سعودي عربستان ته ځي.

په اعلاميه کې هيله څرګنده شوې چې د خليلزاد دغه سفرونه او د يادو هېوادونو له چارواکو سره خبرې به د افغان سولې سره همکاري او مرسته وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د زلمي خليلزاد دنده ده چې د سولې خبرو لپاره له طالبانو سره د امریکا کوښښونه تنظيم کړي زياتوي چې خلیلزاد له افغان حکومت او ملګرو سره يې په ګډه هڅه کوي چې د افغانستان مسئله د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي.

خليلزاد چې شاوخوا يوه نيمه مياشت کېږي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی ټاکل شوی او په خپلو ورستيو څرګندونو کې يې ويلي و چې امريکا له طالبانو سره له قید او شرط پرته خبرو ته تياره ده.

خو طالبانو په بيا بيا ويلي که امريکا رښتيني مذاکرات او سوله غواړي، له چل او دوکې څخه دې لاس واخلي څو له هغوی سره د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالويش او د سولې اړوند خبرې وشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close