خليلزاد: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو مهالويش نه دی ټاکل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۸)

د افغانستان د سولې خبرو لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل زاد هم په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې تر دې دمه له افغانستانه د امريکايي سرتيرو د وتلو لپاره هيڅ ډول مهالويش نه دی ټاکل شوی.

دغه راز تيره ورځ د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې تر اوسه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالويش نه دی ټاکل شوی او حالاتو ته په کتلو به دغه پريکړه کېږي.

پرون په مسکو کې د افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ له ګډ کنفرانس وروسته د طالبانو د مرکچي پلاوي يو تن غړي مولوي عبدالسلام حنفي رسنيو ته وويل چې امریکايي پلاوي ورسره په خپلو خبرو کې ژمنه کړې وه چې تر راتلونکي اپريل مياشت پورې به له افغانستان څخه نيم امریکايي ځواکونه وباسي.

خليلزاد ليکي، که څه هم طالبانو خپله دغه خبره بيرته اخيستې خو زه غواړم روښانه کړم چې تر اوسه هيڅ داسې کوم مهالويش نه دی ټاکل شوی.

د يادونې ده، چې ټرمپ کانګريس ته د خپلې کلنۍ وينا پر مهال وويل که له افغان طالبانو سره د سولې خبرو کې موافقې ته ورسېږي نو خپل ځواکونه به په دغه هېواد کې کم او يوازې استخباراتي سرتيري به پاتې وي.

د امریکا متحده ايالات دا مهال په افغانستان کې د څوارلس زره په شاوخوا کې عسکر ميشت دي او نږدې په همدومره شمير کې ناټو ځواکونه هم شتون لري چې وخت ناوخت په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې د برخه اخيستو تر څنګ د افغان ځواکونو د روزنې دنده هم په غاړه لري.

د مسکو په کنفرانس کې پخوانيو چارواکو، سياستوالو او طالب استازو په ګډه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو غوښتنه وکړه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close