خليلزاد له ولسمشر غني وروسته عطا نور سره هم کتلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۰)

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی په کابل کې د ولسمشر غني تر کتلو وروسته له عطامحمد نور سره هم کتلي دي.

د ارګ له له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې زلمي خليلزاد تيره شپه د ولسشمر غني سره او هغه ته يې د خپل دوهم ځلې سفرونو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړي دي.

اعلاميه زياتوي، چې زلمی خليلزاد به د خپل دوهم ځلې سفرونو پایلې او راپور کابل ته له بېرته راګرځېدو وورسته له ولسمشر غني سره شریک کړي.

دغه راز د جمعيت ګوند د اجرائيه رئيس عطامحمد نور رسمي فسبوک پاڼه کاږي چې زلمي خليلزاد په کابل کې له عطانور سره هم د افغانستان د وضعيت او سولې اړوند خبرې کړي دي.

د سرچينې په وينا، په دغه ليدنه کې په کابل کې د امريکا سفير جان باس او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ ميلر هم ګډون درلود.

په دغه ناسته کې خليلزاد ويلي، چې يوې داسې ډلې ته اړتيا ده چې د افغان سولې په برخه کې يوې ټوليزې پايلې ته ورسېږي.

زلمی خليلزاد د روان کال د وږي مياشتې پر څوارلسمه نيټه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د افغان سولې لپاره استازی وټاکل شو چې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې خليلزاد به د دغه وزارت سره د روغې جوړې په پړاو کې مرسته کوي.

زلمي خليلزاد تيره مياشت د افغانستان په ګډون پنځو هېوادونو، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته سفرونه وکړل او د طالبانو د استازو سربيره يې د يادو هېوادونو له چارواکو سره هم د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

طالب استازو په قطر کې د امريکا د سولې استازي زلمي خليلزاد سره د کتنو پر مهال له هغه غوښتي و چې بهرني هېوادونه دې له افغانستانه ووځي څو سولې ته لاره هواره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close