خليلي: طالبانو سره  د سولې شورا او حکومت هيڅ ليده کاته نه دي شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۷)

د سولې عالي شورا مشر کريم خليلي وايي، نه له طالبانو سره د حکومت خبرې شوي او نه يې د سولې عالي شورا لیده کاته شوي.

تر دې مخکې د رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې  طالبانو او حکومتي پلاوي په سعودي عربستان کې سره کتلي او په ليدنه کې د ټاکنو او د طالب بنديانو د تبادلې په اړه سره خبرې شوي دي.

خو د سولې شورا رئیس کريم خليلي وايي، تر دې دمه طالبانو سره نه د حکومت او نه هم د سولې شورا مخامخ خبرې شوي زياتوي ورته ډول راپورونه يواځې اوازې دي چې هيڅ يې مخه نه شي نیولای.

رويټرز خبري اژانس د روانې مياشتې په لومړيو کې هم ورته ډول راپور ورکړی و چې ځينې طالب چارواکو او حکومتي استازو د بنديانو د خلاصيدو په اړه ليده کاته کړي.

طالبانو هم د رويټرز اژانس راپور درواغ بللی او په يوه خبرپاڼه کې يې لیکلي ‎:” موږ  دا ډول افواهات په کلکه ردوو، په سعودي عربستان کې له هیڅ کوم جهت سره خبرې او ملاقات نه دی شوی”.

طالبانو يو ځل بيا ټينګار کړی چې د خپل رسمي دريځ د څرګندولو لپاره وياندويان لري چې د هغوی له لوري له رسنيو سره جريانات شريکوي.

طالبانو ويلي، چې رسنۍ د ورته ډول راپورونو په خپرولو سره خپل حیثيت زيانمنوي او بايد ژورنالستيکو اصولو ته پابند وواوسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close