خلک زړېږي خو جنګ نه زړېږي

عرفان الله عرفاني

مسلمان جنګ

موږ را زلمی کړ موږ کې ځوان به وي جنګ
ټوله نړۍ کې توند روان به وي جنګ

خلک زړېږي خو جنګ نه زړېږي
له نن نه پس په هر میدان به وي جنګ

خلاف د کُفر جنګ، جهاد دی ګوره!
شکردی شکر مسلمان به وي جنګ

دا خو سې سر دی تۀ لا صبر وکړۀ!
تر دې به سخت نور په لوړ شان به وي
جنګ

پر جهانیانو به توبې او باسي
پر مست، یاغي، باغي، جهان به وي جنګ

جنګ به د کُفر او إسلام تر منځ وي
په ستر، عظیم، کتاب، قرآن به وي جنګ

دا سلسله به وي جاري همداسې
په ګران، غازي، افغانستان به وي جنګ

ټول رقیبان به ترېنه چار، چارپېر وي
د (عرفاني) په خوږ جانان به وي جنګ

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close