خلک ولې طالبانو ته هیله‌من دي؟/ خالد روان

ملتونه له حکومتونو، گوندونو، ډلو او اشخاصو ازموینه اخلي. هر څوک چې د ملت په ازموینو کې بریالی شي بیا له هماغوی سره ودرېږي. په ترکیه کې د رجب طیب اردوغان گوند له پلویانو مخالفین ډېر دي، خو ترکانو اردوغان ته له۲۰۰۳نه تر ۲۰۱۸ز کلونو ترمنځ بیا ـ بیا رایه ورکوي. کله یې ولسمشر او کله یې لومړی وزیر ټاکي. ترکان پوهېږي چې د عدالت گوند کارونه او غړي یې رښیتني دي. ترکیې د دغه گوند د واکمنۍ په موده کې بې‌ساري پرمختگ کړی او د ترکانو په ژوند کې ورځ تربلې ښه‌والی راځي. گنې د ترکیې ډېری اوسېدونکي د اردوغان له مفکورې سره مخالف دي، خو خلک د خپل هېواد گټې پکې ویني او بیا یې واکمنوي.

په امریکا کې کله جمهوریت غوښتونکي او کله ډیموکراتان واکمن کېږي. خو د امریکایانو په ژوند کې ورځ تربلې بدوالی راځي. هر یو په ټاکنیزو شعارونو کې د جگړو د پای ژمنې ورکوي، خو امریکا ورځ تربلې په یوه نوې جگړه کې ښکېلېږي. همدغه ډرامه په ټوله نړۍ کې روانه ده. څوک ملتونه تېرباسي او ځینې ملتونه خپل حکومتونه. په نړۍ کې ډېر کم رښتیني واکمنان پیداکېږي، گنې نور ټول د ملتونو د پوستکي ویستلو په انتظار کې وي.

طالبان په داسې وخت کې راپیدا شول، چې خلک له پاټکیانو، د واک له وړو جزیرو، کورنیو جگړو، او ملک الطوایفي څخه تر پوزې راغلي وو. د افغانستان د تجزیې اخېري شېبې وې او په هره سیمه کې د یوه قومندان واکمني وه. پر ملت هېچا رحم نه کاوه او د هر گوند پلویانو او وسله‌والو به مازیگر خپلو مشرانو ته د مړو شویو خلکو شمېر ورکاوه. هغه گوند بریالی و چې پر دغه ورځ به یې ډېر خلک مړه کړي وو.

طالبانو دغو ټولو مرداریو ته د پای ټکی کېښود او په افغانستان کې داسې نظام راغی، چې هېچا یې فکر لا نه‌شو کولی. ملت لا د ارام ساه نه وه اخیستې، چې پر طالبانو سیمه‌ییز او نړیوال بندیزونه ولگېدل. باالاخره د جورج ډبلیو بوش په واکمنۍ کې پر افغانستان له نیمايي ډېرې نړۍ یرغل وکړ. امریکا داسې شعارونه زمزمه کول، چې اوس ټول سرچپه وختل. له نیمايي ډېر افغانان په لوږه ویده کېږي، افغانستان د نړۍ په کچه بې‌امنه هېواد دی. اداري فساد کې لومړی ځای لري. د میلیاردونو ډالرو مرستو سربېره بیا هم موږ اړ خلک یو. د هېواد له نیمايي ډېر نفوس ځوانان دي او په سلو کې ۷۵سلنه بې‌کاره گرځي. د اشرف غني په واکمنۍ کې دغه هرڅه اوج ته ورسېدل. هره ورځ چاودنې، چاپې، مرگونه، بمبار او وژني دي. داعش د اشرف غني په واکمنۍ کې پیاوړی شو او ورځ تربلې نور هم غښتلی کېږي.

له حکومت د خلکو تمه ختلې ده. د ملت د امېد سترگې یوازې طالبانو ته اوړي او ملت یو ځل بیا هیله لري، چې طالبان به یې له دې ټولو دربدریو خلاص او د یوه سوچه اسلامي نظام څښتن کړي. هغه نظام چې هر څوک پکې خپل ځان وگوري. والي، وزیر، رییس او مشاور د عامو خلکو غوندې ژوند ولري او خپل چارواکي یوازې په تلویزون او فېسبوک کې نه گوري، بلکې د اړتیا پر وخت ورسره خپله ستونزه شریکه کړي.

موږ د ناهیلۍ اخیري حد کې یو او طالبانو ته سل سلنه د امېد سترگې دي. په دغه نظام کې زموږ ملي شتمني لوټ کېږي، خلک بې‌عزته کېږي، خلک د لوږې له لاسه اولادونه پلوري، فساد له ارگه شروع شوی او تر عادي ادارې رسېدلی او امریکا یوازې زموږ یرغمل کړي نه یو، بلکې زموږ هر څه یې چور کړل. د افغانستان اداره کول یوازې د طالبانو غوندې خلک کولی شي او د امریکا له لوري په څوکیو کېنول شوي روباټان یوازې امر منلی شي او بس!
طالبانو! الله مو راوله.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close