خلک ولې په راتلونکو ټاکنو بې باوره دي؟/ خالد روان

پرون د ولسي جرگې د راتلونکو ټاکنو د رایې ورکونې له‌پاره رسماً نوم‌لیکنه پیل شوه. د ولسمشر غني په گډون ډېری چارواکو انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول، چې خپلې تذکرې یې ثبت کړې او راتلونکو ټاکنو کې د گډون له‌پاره یې خپل چمتو والی وښود.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېر کال اعلان کړی و، چې د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو راتلونکې ټاکنې به د چنگاښ پر ۱۶مه ترسره کړي؛ خو یاد کمېسیون له خپلې پرېکړې تېر شو او د ټاکنو نېټه یې د روان کال د تلې میاشت اعلان کړه.

ولسي جرگه له تېرو درېیو کلونو راهیسې په غیرقانوني ډول خپلې چارې مخته وړي، چې لا هم غونډې کوي، وزیرانو ته د باور رایې ورکوي او وزیران هم استجوابیه غونډو ته رابولي.

د اساسي قانون له مخې د ولسي جرگې کاري موده پنځه کاله ده، خو د اوسنۍ ولسي جرگې کاري موده ځکه غځول کېږي، چې درې کاله وړاندې یې له امریکا سره امنیتي هوکړه لیک ته د باور رایه ورکړه او د هماغې معاملې پر بنسټ تراوسه په واک کې پاتې ده. تر اوسه لا هم معلومه نه ده، چې د ولسي جرگې او ولسوالیو شوراگانو ټاکنې به ترسره شي او که‌نه؟

د ولسي جرگې ټاکنې تراوسه بې برخلیکه دي؛ ځکه ولسي جرگې ته ژمنه ورکړل شوې، چې د ملي یووالي حکومت تر پایه به په واک کې پاتې کېږي او په بېلابېلو پلمو به یې کاري موده غځول کېږي. په حکومت کې شته خپلمنځي اختلافات هم د دې سبب شوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په بې پرې توگه پرېکړې نه شي کولی او د گلخانۍ ماڼۍ فرمانونه د سپېدارماڼۍ ردوي او د دواړو ترمنځ ورته لوبه روانه ده.
اشرف غني غواړي د ټاکنو کمېسیون داسې څوک راولي، چې د ده په گټه کار وکړي او ډېرې رایې ورته راټولې کړي؛ خو عبدالله عبدالله هم په ورته چاره بوخت دی، چې د دواړو اختلافات یوازې په ارگ کې نه پاتې کېږي او خبره آن رسنیو ته هم راوځي.

د امریکا له یرغل وروسته څلور ځلې د ولسمشرۍ، درې ځلې د ولایتي شورا او دوه ځلې د ولسي جرگې له پاره ټاکنې شوي؛ خو له ۱۳۸۳ل کال راهیسې بیا په ټاکنو کې د خلکو ونډه کال په کال کم رنگه کېږي او خلک په ټاکنو کې گډون ته زړه نه ښه کوي.

ځکه خلک پوهېږي، چې دلته رایه اچول یوازې نمایشي کارونه دي او نور ټول خلک لا له وړاندې ټاکل شوي. څوک د پیسو، څو د بهرنیو سفارتونو او څوک د امریکا په خوښه په څوکیو کېنول کېږي او په ټاکنو لگښتونه بې ځایه او د وخت ضایع ورته ښکاري.

راتلونکو ټاکنو کې به څومره خلک ونډه واخلي؟
په ۱۳۹۳ل کال کې د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ټاکنې ترسره شوې، چې د ولایتي شورا ټاکنې هم یوازې تر ښارونو محدودې وي؛ خو بریالۍ ترسره شوې. بریالۍ ځکه ورته وایم چې دویم پړاو یې ترسره نه کړ؛ خو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې یو نوماند هم ۵۰+۱ رایه وانه‌خیسته او ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې.

په دویم پړاو کې اشرف غني ۵۶سلنه رایې او اوسني اجراییه رییس عبدالله ۴۴ سلنه رایې اخیستې وې؛ خو د شمال ټلوالې گواښونو او امریکا ته یې د کړي خدمتونو باج غوښت، چې باید ولسمشري وروسپارل شي. د همدغو لانجو دنگلو بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کېري مداخله وکړه او دلته یې د ملي یووالي په نامه د حکومت ډبره کېښوده.

د ټاکنو دواړه نوماندان اشرف غني او عبدالله عبدالله بریالي اعلان شول. اشرف غني ولسمشر او عبدالله اجراییه رییس شو. هغه کسان په یوه څوکۍ راضي شول، چې یو بل ته به یې سپکې سپورې ویلې او د دواړو گواښونه ډېر په زړه پوري وو.

د جان کېري د ښکاره لاسوهنې وروسته خلک له ټاکنو زړه توري شول او ډېری خلکو قسم کړی، چې به بیا په ټاکنو کې نه چاته کمپاین کوي، نه به چاته رایه ورکوي او نه به د ټاکنو په خوا کې تېرېږي. خلک گرم نه دي؛ ځکه دلته واک پردی دی او ټول چارواکي د بهرنیو ادارو پورې تړلي خلک دي، چې افغانستان ته یوازې د سوداگرۍ له پاره راغلي او خپل جېبونه ډکوي.

راتلونکو ټاکنو کې به یوازې هغه خلک گډون وکړي، چې نږدې خپلوان یې نوماندان شوي وي؛ گنې په داسې حالاتو کې هېڅوک هم د ټاکنو مرکزونو ته نه ځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close