خلیزاد دناټواوامریکايي ځواکونو له یوځای وتلو خبر ورکړ

کابل ټکی کام(شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل):

 دافغان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ،په خپل تازه ټویټ کې ویلي، که لازمي وبلل شي، امریکايي او ناټو ځواکونه به یو ځای له افغانستانه ولاړ شي، نوموړی دغه راز زیاتوي، امریکا له ناټو سره په شریکه هڅه کوي افغانستان کې سوله او ثبات ټينګ کړي.

دیادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې دطالب اوامریکايي استاځو مفصلو مرکو دسولې امیدونه ډیر کړي، اوګومان کیږي چې امریکا غواړي دخپل تاریخ له اوږدې جګړې ځان وباسي، اوخپلې ماتې ته دبریا جامه ور واغوندي، نوځکه یې ددغې قضیې دحل لپاره باصلاحیته پلاوی وټاکه ترڅو خپل پاشلی قوت ټول، اوطالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close