خلیلزاد: د متحده ایالاتو خاص استازی

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۷۶)

ټاکل سوې ده چي د ټرمپ اداره به ښاغلی زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو خاص استازی ونوموي. د ۶۷ کلن خلیلزاد له نامه او کارونو سره اکثره افغانان پوره اشنايي لري، ځکه خلیلزاد د ۱۹۸۰ د کلونو راهیسي د افغانستان او امریکا په روابطو کي ښکېل کس دئ. د افغانستان له اوسنیو ټولو سیاسي څېرو سره پوره اشنايي لري، او د ۱۹۹۰ د کلونو را پدې خوا ئې د طالبانو سره هم سیاسي اړیکي ساتلي دي.

د خلیلزاد انتخاب سمدستي په افغانانو او خارجیانو کي جدي بحثونه او هیجان راپارولی دئ، ځکه الان خلیلزاد په افغانستان او منطقه کي په یوې دوه قطبی او متضادي څېرې باندي بدل سوی دئ.

په مثبت کمپ کي، ځیني مبصرین باور لري چي خلیلزاد د افغانستان په مسایلو کي اوږده کاري سابقه او تجربه لري، او کولای سي چي د افغانستان او امریکا تر مینځ د یوه پُل نقش ولوبوي. هغوی وايي خلیلزاد کولای سي چي په عین زمان کي د امریکا او افغانستان منافع خوندي کړي، او یو ډول موازنه او انډول وساتي. هغوی عقیده لري چي خلیلزاد کولای سي چي یو بېطرفه استازی واوسي. دغه راز، ځیني افغانان ګومان کوي چي خلیلزاد به وکړای سي چي افغان جنګسالاران پر لاري سم کړي، ځکه اکثره افغان ټوپکیان د امریکا د اشغال تولید دي، او د خلیلزاد څخه ډارېږي. افغان حاکم ډانګیان پوهېږي چي خلیلزاد جدي شخص دئ، او د امریکا پوره ملاتړ ورسره دئ.

په همدې کمپ کي، ځیني نور سیاسي تحلیلګران باور لري چي خلیلزاد د دپلوماسۍ په هنر پوهېږي. د سیاسي معاملو، سازش، او مصالحو لپاره ایډیال شخص دئ. د افغانانو او امریکایانو په نبض او روحیاتو باندي پوهېږي، او کولای سي چي ځیني کارونه سر ته و رسوي.

خو بر عکس ځیني خلګ د خلیلزاد د ټاکلو په باب منفي نظر لري. هغوی وايي خلیلزاد یوه ازمویل سوې څېره ده، هغه څو کرته تجربه سوی دئ،‌ او هیڅ برېښ ئې نه دئ کړی. په بل عبارت، د خلیلزاد ټاکل د متحده ایالاتو نا امیدي او بېچاره ګي ښيي.

په منفي کمپ کي، ځیني خلګ باور لري چي خلیلزاد به د افغانستان د جنګ په خصوصي کولو کي مهم نقش ولوبوي، ځکه خلیلزاد له ډیر پخوا څخه د امریکايي مزدورو او حرفوي ملیشاوو سره او نژدې او اورګانیک اړیکي لري. که څه هم د خلیلزاد او اریک پرېنس روابط ښه روښانه نه دي، خو دونه روښانه ده چي خلیلزاد د پنتګان، یونیکال، او نورو جنګي کمپینو سره اوږده سابقه لري.

په همدې لړ کي، د خلیلزاد روابط د پاکستان، ایران، او ورسیې سره هم چندان ښه نه دي. هغوی ګرده خلیلزاد ته په منفي نظر ګوري، حال دا چي د سولي په مذاکراتو کي امریکا د همدې ملکونو همکارۍ ته ضرورت لري. فعلا طالبان هم د خیلزاد سره مشکل لري. د منفي کمپ خلګ عموما دا سوال کوي چي ایا د خلیلزاد نومول د سولي لپاره د متحده ایالاتو جدیت ښيي، او که د جنګ اوږدول غواړي؟

دا لیکنه لومړی ځل ګرداب فېسبوک پاڼه کې خپره شوې ده.

ــــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close