خلیلزاد له اشرف غني او عطانور سره کتلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۰)

د افغان سولې په برخه کې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د ملي یووالي د حکومت له مشر اشرف غني او د بلخ له پخواني والي “عطامحمد نور“سره جلا جلا ناستې کړې دي.

د ارګ د خبر پاڼې د خبر له مخې، خلیلزاد د سولې په برخه کې د خپلو سفرونو او په دې برخه کې له پرمختګونو څخه جمهور رئیس خبر کړی او د سولې په مذاکراتو کې یې د افغانانو پر مالکیت او مدیریت ټینګار کړی .

اشرف غني هم له خلیلزاد څخه مننه کړې او ترې غوښتي یې دی چې د راتلونکو سفرونو جزئیات ورسره شریک کړي.

اشرف غني داسې مهال دا غوښتنه کوي چې خلیلزاد په تیر سفر کې له جمهور رئیس غني سره د خپلو سفرونو هیڅ ډول معلومات نه ؤ شریک کړي او د ارګ مشرانو ته یې هیڅ ارزښت نه و، ورکړی.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې خلیلزاد د بلخ له پخواني والي عطانور سره هم لیدنه کړې او له نوموړي سره یې د سولې د خبرو سربیره د انتخاباتو پر موضوع هم خبرې کړې.

سرچینې وایي، اشرف غني غواړي د راتلونکي انتخاباتي ټکټ لپاره له عطانور سره ګډ ټیم جوړ کړي او په دې توګه د شمالي ولایاتو رایې هم ترلاسه کړي.

ټاکل شوې ده چې خلیلزاد به تر دې وروسته پاکستان،  قطر، متحده عربي اماراتو او بیرته کابل ته راستون شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close