خلیلزاد: له مذاکراتو مو هدف په افغانستان مې د سولې راتلل دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۰)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره ورځ په واشنګټن کې د سولې انسټیټیوټ په یوه غونډه کې وویل،  هدف مو د نظامي خروج مسئله نه ده،  بلکې غواړو افغانستان د دائمي ثبات څښتن شي.
هغه زیاته کړه مونږ هیله لرو چې د افغانستان د جمهوري ریاست تر راتلونکو ټاکنو پورې به له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسیږو.
خلیلزاد د ملابرادر خوشې کیدل خپله لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه،  برادر د ده په غوښتنه خوشی شوی او هغه د سولې او روغې جوړې طرفداره څیره ده.
 
امریکایي استازي وویل،  طالبان لا هم چمتو نه دي چې د امریکا په نظامي حضور کې له افغان حکومت سره خبرې وکړي ځکه د ده په وینا چې طالبان دغه حکومت ته د یوې بې واکه ادارې په سترګه ګوري.
خلیلزاد ټینګار وکړ، کله چې له افغانستان څخه امریکا  ته د ګواښ نه جوړیدو اطمینان ورکړل شو او یوه پایداره سوله رامنځته شوه؛ امریکایي پوځیان به همغه ورځ له افغانستان څخه راووځي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close