خلیلزاد مسکو ته ځي خو روسیې د بلې غونډې تابیا هم نیولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۱)

د روسیې چارواکو خبر ورکړی چې د افغان سولې په برخه کې د امریکا خاص استازی مسکو ته ورځي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، خلیلزاد غواړي له روسیې سره د افغان سولې په برخه کې همغږي رامنځته  او په دې برخه کې خپل پلانونه ورته څرګند کړي.
بل پلو بیا روسیې ویلي چې پلان لري په لنډ راتلونکي کې د افغان سولې په تړاو یوه بله غونډه هم دایره کړي.
روسي چارواکو ویلي، طالبانو ورسره منلې چې په بله ورته غونډه کې هم ګډون کوي.
روسیې دغه راز له هند څخه هم غوښتي چې داځل باید خپل رسمي با صلاحیته پلاوی ور ولیږي.

د روسیې په پلازمینه مسکو کې د تیرې جمعې په ورځ د افغان سولې په تړاو غونډه جوړه شوه، چې په کې حکومت د طالبانو د شتون له امله ګډون ونه کړ، خو طالبانو ترې بشپړه استفاده وکړه او خپل ژغ یې په ښه توګه تر نړیوالو ورساوو

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close