خلیلزاد یوځل بیا سیمې ته  د سولې په هکله خپل سفرونه پیل کړل

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۲)

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یوځل بیا د سولې په موخه  د سیمې او یو شمیر اروپایي هیوادونو ته سفرونه پیل کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي،  خلیلزاد به  د فبروري له ۱۰ مې تر ۲۸ مې نیتې پورې  بلجیم،جرمني، ترکیې، قطر، پاکستان، او افغانستان ته سفرونه وکړي.

اعلامیه زیاتوي، دا سفرونه د هغو هڅو برخه ده هدف يې په افغانستان کي د سولي راوستل او دغه راز د متحده ایالاتو د ملي امنیت د منافعو  ساتل دي.
همداراز  د افغانستان د سولي لپاره ټول ښکېل افغانان د خپلمنځي ‌‌‌‌‌‌ډیالوګ لپاره سره را ټولول دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي،  خلیلزاد به زموږ د نورو ملګرو سره سلا مشورې وکړي، او د دغو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره به د افغان حکومت سره هم خپلې طرحې شریکې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې عرب نیوز خبر ورکړی چې طالبانو او امریکایي چارواکو دوه کاري تخنیکي ډلې جوړې کړې چې موخه یې له افغانستان څخه د نړیوالو قواوو د ایستلو د کیفیت ارزول او له افغانستان څخه امریکا ته د راتلونکو ګواښونو د مخنیوي کتل دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close