خوب حافظه پیاوړې کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۴) احمدالله مهاجر

هر انسان د قوي حافظې ارزو لري، خو د حافظې ناروغي نن سبا خلکو ته په ژوند کې یو ستر جدي خنډ ګرځېدلی دی، چې د همدغې ناروغۍ د محوه کولو لپاره طب پوهانو یو شمېر لارښوونې کړي دي، چې تر ټولو ښه لاره یې پوره خوب ښودلی دی.

ښه خوب د حافظې د فعالیت لپاره اړين دی، د خوب کموالی د حافظې د کمزورتیا لامل کیږي، ځکه زمونږ مغز د شپې هم کار کوي، د خوب پر مهال حافظه ځواکمنیږي، او ورسره خاطرې بيا ژوندۍ کیږي او فعالیږي، د دغو کارونو د نه ترسره کولو له کبله مغز د ورځې په اوږدو کې د معلوماتو د ساتلو وړتیا له لاسه ورکوي.

طب پوهان وايي، د خوب کموالی د اعصابو کمزورتیا ده او د اعصابو کمزورتیا د حافظې متزلزله کېدل دي.

خوب د انسان د روغتیا لپاره تر هر څه ځکه ګټمن دی، چې د عصبي سیسټم د بېلابېلو برخو د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.

طب پوهان وايي، که د خوب د کموالي له کبله د عصبي سیسټم اړیکې کمزورې شي، نو حافظه دومره کمزورې کوي، چې د ډېرو کمو څيزونو ساتل هم ورته ګران تمامیږي.

شپه چې څنګه د الله تعالی له لورې د خوب لپاره پيدا شوې ده، همدا شان په دې وخت کې خوب د نورو وختونو له خوبونو څخه روغتیا ته ډېر ګټور دی.

پر همدې اساس صحي څېړونکي هم وايي، چې د شپې له خوا د ۸ ساعتونو په اوږدو کې خوب کول د انسان روغتیا او حافظه پیاوړې ساتي.

که د شپې له خوا مو خوب پوره نه شو، نو د ورځې باید د لږ وخت لپاره ویده شئ! خو د شپې خلا نه شي پوره کولای.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close