خوستي سوداګر : ګمرک رانه لسګونو میلیون ډالره ناقانونه مالیې اخیستې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۱)

د خوست سوداګر او هټۍ وال وایي، چې ګمرک ورباندې په بیسارې توګه تعرفې لوړې کړې او لسګونه میلیون ډالر تاوان یې ور اړولی.
دوی وایي، دولت د غلام خان بندر له لارې دغه ولايت ته پر واردوونکو سوداګريزو مالونو ګمرکي محصول څو چنده لوړ کړی او پلمه یې دا ده چې ګواکې له دې لارې وسلوالو ډلو ته چاودیدونکي توکي راوړل کیږي.

سوداګر وایي، وسلوال کولی شي له هرې ممکنه لارې خپل مهمات انتقال کړي او حکومت یواځې له سوداګرو د پیسو د شوکولو به خاطر دا مشکل جوړ کړی.

د خوست يوه سوداګر او د صنفي اتحاديې مرستيال انعام رحماني تیره ورځ یوه خبري کنفرانس ته وويل، پخوا چې پر يو بار وړونکي موټر ۹۰زره افغانۍ ګمرکي محصول راته، اوس په هماغه موټر له دوی څخه ۱۲ سوه زره افغانۍ غواړي چې دا د دوی له وسه پورته دي.
د خوست د سوداګرۍ خونه وایی، د حکومت دا کار له ټولو قوانینو سره په ټکر کې او دنه منلو وړ دی.
سوداګر دغه راز وایی، چې د توکو د نه واردولو او په ځنډ راتلو له امله په خوست ښار کې د توکو قیمت هم لوړ شوی.

دوی زیاتوي

“زموږ ۲۰۰ بار وړونکي موټر چې ټول خوراکي مواد په کې بار دي، دا يوه نيمه مياشت کېږي چې ګمرک درولي دي. په دې کې داسې توکي موجود دي چې نور له تاريخ څخه تېريږي، کله چې په تاريخ شول دا په دې معنا چې زموږ دولت په لوی لاس ولس ته د ګټې پر ځای زيان رسوي او بغاوت رامنځته کوي“

د خوست د ګمرک رئیس په دې تړاو له څه ویلو ډډه کوي خو د خوست د والي ویاند طالب منګل بیا وایي چې د یاد مشکل د رفع کولو لپاره یې لارې چارې سنجولې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close