خوست: دکمپاین عسکرو لخوا د ولسي خلکو د وژنې پرضد لاریون روان دی

یو لاریونوال کابل ټکي کام ته وویل؛ ( بیګا د کمپاین عسکرو په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې په یوه کور چاپه وهلې وه د ‹‹داوت او ظهور›› په نامه دوه وروڼه چې د میرخندان زامن وو د خپلې مور او یوې کوچنۍ ماشومې سره یو ځای په خپل کور کې ځای پرځای شهیدان کړل ، موږ نور د کمپیان په نامه د اجرتي قاتلانو کړنې نه شو زغملی او پر ضد یې هرې کړنې ته تیار یو)

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۳ فرید افغان)

تیره شپه د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ زیړي سیمه کې د سپیشل پورس ځواکونو چې د کمپاین عسکرو په نوم شهرت لري پر ولسي خلکو برید وکړ چې د یوې ښځې او یوې ماشومې انجلۍ په ګډون یې ۴ تنه ولسي وګړي ووژل او د هغوی کور ته یې اور واچاوو.

د سیمې دخلکو په وینا؛ په دې برید کې د کور یوه میرمن، دوه نارینه په مخامخ ډزو، او یوه اته کلنه انجلۍ چې کور ته د اور اچولو پرمهال د اور لمبو حصاره کړې وه شهیدان شوي.

لاریونوالو د مندوزیو په سیمه کې دخوست پکتیا لویه لار بنده کړې او د حکومت پرضد شعارونه ورکوي او د قاتلینو علني مجازات غواړي.
پولیسو پر لاریونوالو څو ځله مخامخ ډزې هم وکړې خو لا هم لاریونوال مخ پر وړاندې روان دي .
قهرجنو مظاهره چیانو د پوستو دفاعي بوجۍ هم د سړک غاړې ته را وشړلې او د دولت او کمپیان عسکرو پرضد شعارونه ورکوي.


یو لاریونوال کابل ټکي کام ته وویل؛
( بیګا د کمپاین عسکرو په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې په یوه کور چاپه وهلې وه د ‹‹داوت او ظهور›› په نامه دوه وروڼه چې د میرخندان زامن وو د خپلې مور او یوې کوچنۍ ماشومې سره یو ځای په خپل کور کې ځای پرځای شهیدان کړل ، موږ نور د کمپیان په نامه د اجرتي قاتلانو کړنې نه شو زغملی او پر ضد یې هرې کړنې ته تیار یو)

.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د خوست ولایت په مختلفو سیمو کې د کمپیان عسکرو د ولسي خلکو پرضد تحرکات زیات کړي چې په تیرو څو میاشتو کې دا څلورم خونړی برید و، چې په هدفي توګه پر ولسي خلکو او دهغوی پر میشت ځایونو ترسره کیږي.
ځایي سرچینې وایي چې؛ حکومت تر اوسه د دې او نورو بریدونو په هکله هیڅ کومې څیړنې نه دي ترسره کړې.

باید وویل شي؛ چې د کمپیان عسکر د امریکایانو لخوا ځانګړی ملیشه ځواک دی چې تنخوا او اکمالات یې ټول بهرنیان ورکوي او افغان حکومت پرې کوم تسلط نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close