خوست: د دولتي ځواکونو عملیاتو او بمبار کې پنځه ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۸)

د ورکړل شويو راپورونو پر اساس، دولتي ځواکونو د خوست ولايت په سپيرۍ ولسوالۍ کې عمليات او بمبارۍ کړي چې په ترڅ کې يې اووه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سپيرې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه عملیات تيره شپه د کومانډو ځواکونو له لوري شوي چې پر مهال يې بمبارۍ هم شوي چې له کبله يې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، عملياتي عسکرو د سيمې د مدرسې لس تنه زده کوونکي هم له ځان سره د اسيرانو په توګه وړي دي.

دوی وايي، د پېښې قربانيانو او بندي ملکي وګړو له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره اړيکې نه لرلې.

دا په داسې حال کې ده چې تيره شپه ګډو ځواکونو د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال لس ملکي وګړي وژلي چې ميرمنې او کوچنيان هم پکې شامل دي.

په وروستيو کې د امریکايي او افغان ځواکونو په شپنيو عملياتو کې تر ډيره ملکيان په نښه کېږي او هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي خو تر اوسه دولتي چارواکو په شپنيو عملياتو کې د وژل کېدونکو ملکي وګړو د مخنيوي په اړه هيڅ ډول اقدام نه دی کړی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close