خوست: د پوليسو او خلکو تر منځ نښته کې پنځه ويشت کسان ټپيان شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۵)

د خوست ولايت په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د پوليسو او ځايي خلکو تر منځ په نښتو کې پنځه ويشت پوليسو او اعتراض کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پوليسو غوښتل چې د حسن زیو په سيمه کې صنعتي پارک پر ځمکه جوړ شوي کورونه ونړوي چې د خلکو له غبرګون سره مخ شوي دي.

د خوست امنيه قوماندان اخترمحمد نورزی وايي، د اعتراض کوونکو او پوليسو تر منځ په نښته کې لس پوليس ټپيان شوي چې د ځينو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.

عيني شاهدان وايي، د پوليسو او اعتراض کوونکو تر منځ لومړی نښته له کوتکو او ډبرو ګذارونو پيل شوه او وروسته له دواړو خواوو ډزې وشوې چې پنځلس لاريونوال او نږدې لس پوليس پکې ټپيان شوي دي.

د خوست د ملکي روغتون مشر ډاکټر سخي سردار وايي، د پېښې له ځايه روغتون ته دولس ټپيان وروړل شوي چې اته ملکيان او څلور پوليس دي.

چارواکي وايي، د سيمې خلکو پر دولتي ځمکه کورونه جوړ کړي خو ځايي اوسېدونکي وايي چې دوی يې قوالې لري او تر هغې چې د محکمې حکم نه وي شوی بايد کورونه يې ويجاړ نه شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close