خوست: د کمپاین ځواکونو د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي

 

راپورونه وایي چې د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اړوند د پهلوان خیلو سیمه کې د امریکایي ځواکونو اړوند (کمپاین) په نامه ځانګړو ملیشو د یوې کورنۍ پنځه غړي ځای پرځای وژلي.
ځایي خلک وایي؛ د کمپیان په نامه ځواکونو د شپې پر دولسو بجو د سیمې د خلکو پر یوه کور چاپه ووهله او تر ۳ بجو پورې یې دوام وکړ .

 

خوست د کمپاین ځواکونو وحشت

په وژل شویو کې د باک د لیسې استاد (محمدګل) د مدرسې استاد مولوي محمدشاه خان د دوی تره حاجي لونګ ګل همداراز د دواړو استادانو د تره ځامن (قاضي رحمن او اکبر رحمن) وژل شوي او تر څنګ یې د یوه ماشوم په ګډون ۵ تنه نور ټپیان دي .
د سیمې خلک وایي، په نښه شوي کسان یواځې ولسي خلک و او د هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره یې اړیکه نه درلوده.
ځایي خلکو د وژل شويو کسانو جنازې د اعتراض په ډول د باک ولسوالۍ مرکز ته وړې او له اړوندو ارګانونو د عدالت غوښتنه کوي.
د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار وایي، پر کمپیان ځواکونو حکومتي چارواکي هیڅ ډول اغیز نه لري، هغوی یواځنۍ امریکایي ملیشې دي چې یواځې هغه اهداف چې امریکایانو ورته تعین کړی وي، په نښه کوي.
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمدعالم ایزیدیار وایي ؛ د کمپیان عسکرو په ګډون د صفر یک او صفر ۲ په نامه ځانګړې قطعې هم د امریکایي ځواکونو تر ځانګړې قوماندې لاندې دي چې د امریکایانو له خوا د ځانګړو عملیاتو په موخه روزل شوې .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close